ټولنیزه برخه

غواړي په غونډه کې ښه وینا وکړئ؟

لیکوال: سلیمي نړیوال

نن سبا د وینا کولو هنر په ژوند کې یوه لویه شتمني ده. هغوي چې ښه ویناوال دی ډیر بریالي دی، که یې علمي کچه څومره هم ټيټه وی؛ که د وینا کولو هنر ولري نو ډیر بریالي دي. او هغه کسان که په خپل ذهن کې د ویلو لپاره ډیر څه هم لري خو ویلي یې نشي، نو دومره نشي بریالي کیدلي لکه ښه ویناوال کسان له ښي وینا کولو سره کولاي شو ډیر خلک ځان ته جلب کړی. او خلک مو خبرو ته غوږ شي، له نورو نه ډیر باور درباندي وکړي. ددې لپاره چې ښه ویناوال شي نو هیله ده دا لاندي ټکي درسره تل په نظر کې ونیسئ.

۱ –  ددې لپاره چې یوي غونډې ته ښه او بریالي وینا وکړئ؛ اړینه ده د کوم څه په اړه چې غواړی خبري کړی نو تمرین ته اړتیا ده هر څومره چې تمرین وکړی په هماغه اندازه بریالي وینا کولاي شي. او که چيري د موضوع په اړه تمرین ونکړي نو د بریالي وینا تمه هم باید ونلری.

۲ – د ښي وینا لپاره دویم شي چې ډیر اړین دی، په ځان باور دی د ښی وینا لپاره اړینه ده چې په ځان مو باور ډیر کړئ. او تل په ځان دا باور ولرئ چې تاسي ښه وینا کولي شي او په خبرو مو خلک ته ډاډ ورکولي شی. په ځان باور د ښي وینا لپاره یو اساسي شرط دی.

۳ – کله چې غواړي په کومه غونډه کې وینا وکړي؛ نو باید مناسب او منظم لباس مو په تن کړئ. ددې لپاره چې خلک مو وینا ته متوجي او ارزښت ورکړي نو باید د غونډې په ورځ مناسب لباس په تن ولرئ. ښه لباس مو ددې سبب کیږي چې د خلکو توجو ځان ته جلب کړي او خبرو ته مو غوږ شي.د خلکو د توجو لپاره دا کار باید هتمن وکړی.

۴ –  کله چې دریځ ته ودیږي نو د څو لحظو لپاره ارامه شئ. که په غونډه کې ارامي د څو لحظو لپاره رامنځته شي نو د ټولو توجو د دریځ په لوري کیږي، او ټول به مو وینا ته غوږ ونیسي. هڅه وکړئ چې وینا مو په خندا پیل کړي که څوک په غونډه کې خسته شوي وي، نو د هغوي لپاره به ستاسي خندا او خوشحالي د خستګي جبران وي. او ډیر په لیوالتیا به مو خبرو ته غوږ شيٍ.

۵ – کله چې دریځ ته جګیږي اړینه ده، چې باید د دریځ تر شا داسي په نظم ودیږي چې څوک مو له بې ځایه حرکتونو نه ستړي نشي او هڅه وکړئ چې ارام ودیږي. او که مو وینا پرته له کوم حرکت نه نکیده نو باید چې د لاسونو په واسطه مو وینا وکړئ. د نور بدن ښورول د وینا په وخت کې تاسي بې نظمه معرفي کولي شي. نو د نور بدن له حرکاتو نه ډډه وکړئ.

۶ – هڅه وکړئ د وینا کولو په وخت کې یو چاته ونګورئ. که چيري مو یو چاته وکتل دا دې په معنا چې همغه یوه کس ته وینا کوي، نو باید د وینا کولو په وخت کې د غونډې ټولو ګډونوالو ته وګورئ که څوک درته متوجي نه وي، که تاسي ورته وګورئ هغوي هم خپل ځانته متوجي کولي شې.

۷ – هڅه وکړئ تل د وینا کولو په وخت کې عام فهمه لغات وکاروئ. تر څو مو ټول په وینا پوه شې، که په وینا مو څوک پوه شي. نو ډیر خلک به یې واوري، که چیري مو په وینا کې داسي لغات وکاروی چې د ځینو په معنا یواځې تاسي پوهیږي نو وینا مو څوک نه اوري. نو تل مو وینا ساده او روانه وکړئ.

۸ – ددې لپاره چې ښه وینا وکړی، څوک یې په مفهوم زر پوه شي، نو اړینه ده چې باید د وینا شارکټونه مو د وینا په کاغذ کې ولیکئ، هغه ته په یو نظر کولو سره مو وینا وکړئ. دا به ددې سبب شي چې په وینا کې مو کوم بندښت رانشي او یوه منظمه وینا وکړی.

۹ – تل هڅه وکړئ؛ د وینا ترتیب مو داسي جوړ کړئ.

۱ – پیل

۲- د موضوع شالید

۳ – پایله

پدې دریو برخو به مو د وینا ویشل د ښي وینا په وړاندي کولو کې بریالي کړي، د یوي بریالي وینا لپاره ښکلي ترتیب همدا دی.

۱۰ – تل هڅه وکړئ وینا مو لنډه وکړئ، خو ډیر مفهوم باید پکي پروت وي. ډیري وینا او ډیرو خبرو نه خلک ستړي کیږي،  ډیره وینا مو که هر څومره بامفهومه هم وي نو څوک ورته غوږ نه نیسي. او له بې ځایه مثالونو او ټوکو راوړلو نه مو په وینا کې ډډه وکړئ ځکه وینا بې ځایه اوږدولي شي.

که څوک درته چک چک کوي مننه تري وکړئ!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x