د اختر ورځ، جلال اباد ـ ارشيف انځور

د مهاجرو او مسافرو اختر

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

اې له هيواد څخه د يرغلګرو او ظالمانو دلاسه ګډه شويو مهاجرو هيوادوالو ! او اې خپل اهل او عيال ته د روزي په پيدا کولو پسې ورکو مسافرو کوچنی اختر مو مبارک شه :

اې مهاجرو هيوادوالو ! په دې کې شک نشته چې د مهاجرت په شپو کې او له خپل خواږه هيواد څخه دباندې په پردي هيواد کې په جونګړه، خيمه او پنډغالي کې د اختر راتګ به ډير ګيله من کړي ياست، او ستوني به مو له غريو څخه ډکه شوي وي، د خپل هيواد د کلي په جومات کې له کليوالو سره د اختر له لمانځه وروسته د مبارکۍ شيبې به وخت په وخت درته ياديږي، د يوه بل مبارکۍ ته د تلونکو زلميانو هغه ډلې او کتارونه به مو ياديږي.

خو اې مهاجرو هيوادوالو ! دا چې تاسو له کفر او ظلم څخه کډه شوي ياست، دا مو په الهي فرمان (فتهاجروا) د عمل کولو ستره کارنامه ده، او دا مو د خواږه پيغمبر حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په قدم قدم ايښی، لهذا که نن ورځ مو شپه او ورځ په تکليف کې دي، خوشحالي مو په برخه نه ده، خو په راتلونکي کې سترې کاميابی او ستر زيري ته په انتظار کې وه اوسی.

لکه څرنګه چې د حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت په درسته نړۍ کې د اسلام خپريدو لامل شو، هيڅ بعيده نه ده چې الله تعالی ستاسو په هجرت هم همديته ورته اسلام او مسلمانانو ته ستره کاميابي او کامراني ور په برخه کړي (همداسې کول الله تعالی ته هيڅ سخت نه دي).

او اې خپل اهل او عيال ته په روزي پسې ورکو مسافروا ! په دې کې هيڅ شک نشته چې نن د اختر په ورځ به د خپل کور هر څه ستاسو مخته دريږي، مور او پلار، وروڼه او خويندې، خپل خپلوان، ياران او دوستان به درته ياديږي، په خپل بستر کې به له يوه ستر اسويلي سره خپل اړخونه بدلوی، عجيب او غريب فکرونه او سوچونه به کوی.

خو په دې ښه پوهه شی چې تاسو د يوې سترې فريضې اداء کولو لپاره خپل ځان مسافر کړی، هر څومره تکليفونه او کړاوونه چې برداشت کوی بيشماره اجرونه او ثوابونه پکې دي، ځکه خپل اهل او عيال ته حلاله روزي پيدا کول واجب دي، او څوک چې په واجب عمل کې مصروف وي د هغه لپاره له شک پرته بيشماره اجرونه او ثوابونه شته دي، دا خبره زما نه بلکې د معتمدو او معتبرو کتابونو خبره ده.

خدای تعالی جل جلاله دې وکړي چې راتلونکي اخترونه مو په خپل هيواد او خپل کور کې د بشپړې ازادی، خپلواکی، ارامی او خوشحالی په فضاء کې ونمانځی آمين.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د