نړۍ

پر عراق د برتانوي پوځيانو يرغل «تاريخي تېروتنه وه»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): پر عراق د امريکا او برتانيې يرغل په اړه د څېړونکې کمېټې مشر سر جان شلکوټ وايي، چې پر عراق د برتانوي پوځيانو بريد يوه «ستره تېروتنه وه» او د دې څېړونکي راپور ګټه به دا وي، چې راتلونکي وختونو کې بايد پر نورو هېوادونو په پوځي مداخلو کې احتياط وشي.

د عراق جګړې په اړه د شلکوټ راپور به نن چهار شبنه خپور شي، نوموړي پر دې راپور اووه کاله وړاندې کار پيل کړی و.

Iraqi families continue to leave Basra i

سر جان شلکوټ وايي، چې په دې راپور کې هغه ادارې او چارواکي تر نيوکې لاندې نيول شوي، چې د عراق جګړه يې پيل کړې ده.

د نوموړي په وينا په دې راپور کې به د هغو ۱۷۹ برتانوي پوځيانو کورنيو ته هم ځوابونه ترلاسه شي، چې له ۲۰۰۳تر ۲۰۰۹م په عراق کې وژل شوي دي.

د څېړونکي کميسيون مشر وايي، چې د دې راپور يوه ګټه به دا وي، چې راتلونکو وختونو کې به چارواکي د پوځي مداخلو په اړه احتياط کوي او دا هم هغه مهال شونې ده، چې چارواکي په دې اړه فکر وکړي.

دغه راپور په ۲۶ لکه کلمو کې ليکل شوی او سر جان شلکوټ په وينا دا يې په پوره مسووليت ليکلی دی.

راپور کې دا هم راغلي، چې د واکمن کارګر ګوند د لومړي وزير ټوني بلير له لوري پر عراق د بريد لپاره پوځ لېږل د برتانيې په تېر پنځوس کلن تاريخ کې د بهرنۍ پاليسې تر ټولو لويه تېروتنه وه.

په راپور کې له سلو شاهدانو پوښتنې ګروږنې شوي، چې په دوی کې پخوانی لومړی وزير ټوني بلير هم شامل دی.

د برتانيې پخوانی لومړی وزير ټوني بلير
د برتانيې پخوانی لومړی وزير ټوني بلير

شلکوټ دا راپور د برتانيې لومړي وزير ډيويډ کېمرون ته وړاندې کړی او نن چې به په انلاين رسنيو کې خپور شي.

سر جان شلکوټ وايي، چې د راپور له خپرېدو وړاندې به عراق کې د جنګېدونکو او وژل شوو برتانوي پوځيانو کورنيو ته دا راپور وړاندې شي، مګر يو شمېر کورنيو له دې راپور سره پرېکون اعلان کړی او وايي، چې په دې راپور کې د عراق جګړې په اړه حقايق نه دي ليکل شوي.

IRAQ

د عراق جګړې په اړه د برتانيې پارلمان اکثريت مخالفت کړی و، په دوی کې ۲۱۷ کسانو د جګړې خلاف رايه ورکړې وه، چې۱۳۹ په کې د واکمن کارګر ګوند غړي وو.

هغه مهال د برتانيې بهرنيو چارو وزير روبن کوک په ګډون ګڼو وزيرانو پر عراق د جګړې له امله استعفا ورکړې وه او لکونو خلکو پر لارو او واټونو کې د دغې جګړې پر ضد مظاهرې هم کړې وې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د سیاسی معلومات او د نړی د روانو حالاتو د څیړنو له مخی په د اړه زما ارزونه : \ لمړی : یهودی نړیوال ګوند ( ماسونیزم ) له څو پیړیو راپه دی خوا د نوی نړۍ فرمان ( نړیوال حکومت ) د تاسیسولو هڅی لرلی، د دغه ګوند غړی د نړۍ بیلونران او شیطانی سیاست مداران د نړی په ټولو هیوادو کی لوړپوړی چارواکی دی مګر زیات شمیر غړی یی د اروپا او امریکا چارواکی دی ، فکر کوم چه د دغه نړیوال حکومت په شکاره پایتخت ملګرو ملتو کی د امثیت شوری ولی اصلی پایتحت اسراییل دی .… نور لوستل »

غوربندی

أفغانانو سه گناه کری وه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x