افغانستان

د ولسمشر سلاکار حسين انوري ومړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د کرهنې او مالدارۍ و زير او د هرات والي محمد حسين انوري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

نوموړی د هزاره ګانو د حرکت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی و، د تېر جهاد او کورنيو جګړو مخکښه څېره بلل کېده.

راپورونه وايي، چې نوموړی د هند پلازمېن ډيلي په يو روغتون کې ومړ.

سيد حسين انوري د پروان اوسېدونکی و، د شوروي يرغل پر مهال د شيعه ملا اصف محسني په مشرۍ د حرکت اسلامي ګوند مشر غړی او د همدې ګوند د پوځي څانګې مشر و.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نوموړی د کورنيو جګړو يوه مخکښه څېره بلل کېده او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د طالبانو پر ضد هم جګړې کړې وې.

د امريکايانو له راتګ سره د ولسمشر کرزي په کابينه کې د کرهنې او مالدارۍ وزير و، له هغه وروسته يې د کابل او هرات د والي په توګه هم کار کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x