افغانستان

خوست:د ملي اردو عسکرو یوه ميرمن وژلې او زلمی زوی یې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل):  د کوچني اختر په لومړۍ ورځ سهار وختي په درې نیمو بجو دخوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمبوات په سیمه کې یو سراچه موټر چې ډاکټر ته یې زنانه ناروغ لیږدوله، د شمبوات په بازار کې د ملی اردو د لومړۍ لوا د څلورم کنډک د شمبوات پوستې عسکرو تر برید لاندې راغی، په موټر کې ناروغه میرمن په هماغه شیبه په شهادت ورسیده اوموټرچلوونکی زوی یې چې اسلام الدین نومیږي سخت ټپي شو.

د ملي اردو سرتیرو د سیمې خلکو ته وویل چه موټر چلوونکي ته یې د دریدو اشاره وکړه خو موټر یې ونه دراوه مونږ فکرکاوه چه موټربم به وی ځکه مو پرې ډزې وکړې.

موټر چلوونکي د بادشاه زار په روغتون کې پولیسو او خپلو خپلوانو ته وویل چې «د ملي اردو عسکرو نه د دریدو اشاره راکړي او نه یې غږ راباندې کړی ناڅاپه یې راباندې بیدریغه ډزې وکړې چې ناروغه مور مې په هماغه شیبه شهیده او زه ټپي شوم»

نن غرمه مهال د پیښې ځای ته د ملي اردو پلټونکی هیئت راغی او ویې ویل چې د سوء تفاهم له امله پیښه رامنځته شوې خو د متضر شوي کورنۍ غړو ته له عذر او تعزیت وړاندې کولو پرته بیرته لاړ.

د سیمې خلک د دې دردوونکي پیښې له امله سخت غصه دي او وایي چې د اردو عسکرو له دې وړاندې هم په سیمه کې بیګناه خلک وژلي دي.

د دې پیښې په اړه د خوست امنیه قوماندانۍ او په خوست کې میشت د ملي اردو قوماندانۍ تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x