نظــر

د تورخم کېسه: اکرام الدين کامل

د تورخم په اړه د ښاغلي اکرام الدين کامل د سترګو ليدلی حالت او د ستړي سفر کيسه

د جون په ۲۰مه له هنده کابل ته راغلم، تحصیلي پاسپورت راسره و، په هغې د پاکستان ویزه نه کېدله، مجبورا مې الیکترونیک پاسپورت ته عریضه ورکړه، هغې وخت ونیو، د جولايي په ۲مه مې ایله پاسپورت ترلاسه کړ چې د پاکستان سفارت ته ولاړم هغوی راته وویل چې په ۱۰ جولايي به ویزه درکوو. طبیعت مې په دې وران شو چې په کور اختر پاتې، رخصتۍ په کابل کې تېرې شوې او د څه لپاره چې راغلی وم هغه مقصد هم پوره نه شو. کور ته مې زنګ وواهه، پلار مې راته وویل چې مور دې درپسې خفه ده، چې هر ډول وي کور ته څه لاره وکړه راشه. یو کلېوال يې راوښودلو چې ورسره لاړ شم څو د تورخم په دروازه مې واړوي. د روژې په ۲۹مه له کابله مخ تورخم روان شوم.

په کابل اډه کې نه هغه پخوانی شور و زوږ و، نه کش و ګیر، د تورخم څو ګوتې په شمار موټر وو. پخوا به موټروانان په سورلۍ پسې ګرځېدل اوس سورلۍ د تورخم موټر پسې ګرځي. موټروانان وايي سورلۍ نشته او د سورلۍ بیا دا شکایت وي چې تورخم ته یواځې ټوډي او کرولا ځي او پیسې ډيرې اخلي. موټروان راته له اوله وویل چې وروره پاسپورت نه لرې، مه ځه. ما ویل زما کار جوړ دی، یو کس مې په پیسو اړوي. په موټر کې راسره یوه زنانه او دوه نور نارینه و، له یوه سره هم پاسپورت نه و، ټول په دې تمه روان و چې ګواکې تورخم کې به د پیسو میسو له لارې واوړو.

تورخم ته له رسېدو سره ملګرو ته په یوه جومات کې انتظار شوم. تورخم وران ویجاړ و. بازار یې ختم، اډې یې ختمې بلکې ژوند په کې نور ختم و. هغه پخوانی شور و زوږ یې نه و، نه هغه د موټر چلوونکو کش و ګیر و، نه ګرم هوټلونه، پخوا به چې په تورخم افغانستان ته را واوښتې، چا به درنه بیګ یو طرف ته کش کولو چا بل طرف ته. خو اوس به ایله خال خال کس چېرته ښکارېده. هغه غټ د تورخم سرک چې پخوا به یواځې د لویو موټرو پر مخ خلاص و، اوس پرې عام خلک هم تلل، اډه هم نېږدې د تورخم دروازې ته رسېدلې وه.

موټر آن د تورخم دروازې پورې تلل، پخوا به یې دوه کیلومتره لرې کوز کړې او چې تر دروازې به رسېدې، زاره به دې شنه وه.

ماسپښين درې بجې ملګري له جلال اباده را ورسېدل، ورسره یوځای شوم، دروازې ته ولاړو. هغه دروازه چې درې تنه بېچاره سرحدي پولیسو پرې ځان قرباني کړ، بنسټیز کارونه یې بشپړ شوي وو، له دروازې وړاندې پاکستاني خاصه دار ولاړ و، اول دوی هېڅوک نه پرېښودل چې بې پاسپورته او بې ویزې هاخوا واوړي. تر دوی شاته بیا ملېشې ولاړې وې، هغوی دوهم ځلي پاسپورت او ویزه کتله، که له اولو واوښتلې، دوهم نه پرېښودلې او که له دوهم واوښتلې درېیم نه پرېښودلې. تر دې ور اخوا تورخم دروازې په درې کیلومترۍ کې بیا پاکستان پوځ ولاړ وي، هغوی د یو یو کس پاسپورت او ویزه ګوري او که څوک هسې په پیسو د تورخم له دروازې اوښتی وي، دوی یې نیسي، وهي ټکوي، تر ماښام یې بندي کوي، که ماښام یې زړه و، بېرته يې په تورخم افغانستان ته اړوي که نه پروت به وي.

دروازې سره نېږدې ښځې، ماشومان، سپین ږیري، مریضان او سلګونه ځوانان ولاړ وو. نه یې مریض پرېښودلو، نه سپين ږیری، نه ماشوم او نه ځوان. نه چا پیسې اخېستلې او نه په پیسو باندې کار کېدلو. یو چا ویل چې حکومت څو خاصه دار او ملیشې له دې کبله بندیان کړي چې خلک یې په پیسو پريښي دي، اوس نو هر یو کس د خپلې وظیفې له کبله هم پیسې نه اخلي. که یو نیم په ډیرو پیسو اخوا اوښتی وي د هغې څه نه شم ویلای، خو ما چې څومره حالات هلته ور ازول د ښځو لپاره په ځانګړي ډول او نورو لپاره په عام ډول هېڅ د اوښتو چانس نه و.

13592357_597150890446707_1163445121182036871_n

تورخم کې یو څنګ ته کیناستو، ملګری مو یو کس پسې ګرځېده چې پیسې ورکړي او هاخوا مو واړوي. دلته به چا له ټیلرو سره خبره کوله چې پیسې به ورکړي او لاړ به شي، خو ټيلرو کې به پاکستاني ملېشو یواځې ډریور او ورسره کلینډر پرېښود. درېیم کس که به و، مستقیما یې کېوېستلو، یا یې بېرته افغانستان لوري ته را اړولو او یا یې هم څنګ ته یوې پوستې ته په لغتو او سوکانو سره مل بوتللو، هلته یې سور لمر ته تر ماښامه کېنولو. ځينې کسانو به کوښښ کاوه چې په کانتینر ډوله موټر کې هاخوا واوړي، یو شمېر کسان چې په کانتینرو کې ختلي وو، پاکستاني ملیشو یې کانتینر خلاص کړ، یو یو يې راکېباسل، په لغتو، سوکانو او کنځلو سره یوځای یې نېږدې پوستې ته بوتلل. دا چې هلته په پوسته کې له دغه افغانانو سره څه کېدل، خدای خبر دی.

نور ځېنې ښځو او سپین ږیرو به کوښښ کاوه چې په زاریو زاریو هغې خوا ته واوړي خو پرته له دې چې پاکستاني ملېشو د ډيکو او بې عزتۍ سره مخ شي نور یې هېڅ هم نه ترلاسه کول. سرحدي پولیسو به ډیری خلک د تورخم دروازې ته څېرمه نه پرېښودل، آن په سپین ږیرو یې هم له دې کبله ګوزارونه وکړل چې پاسپورت نه لري ولې په ملېشو ځانونه بې عزته کوي. دوی به کنځاوې هم کولې، یو دم به یې پایپ را واخېست، شنه منډه به یې خلکو ته ورکړه، له مزي به یې خلک لرې کړل، بیا به خلک دروازې ته نېږدې ورغلل، هغوی به بیا شاته کړل. ټوله ورځ همدا ډرامه چلېدله. هېڅوک بې پاسپورته نه پرېښودل کېدل، آن تر دې چې یو مرګ حاله مریض ما په خپلو سترګو ولېد چې درې څلور ساعته هلته سور لمر ته پروت او اخوا نه پرېښودل کېدو. زه فکر نه کوم چې په هغه حالت کې دې اوس هغه کس ژوندی پاتې وي.

زموږ چې له دروازې زړه خاطر جمع شو، هلته مو له یوه کس سره في نفر په ۲زره روپیو خبره وکړله څو لواړګې ته مو ورسوي. په تورخم کې ځېنې کسان ګرځي، خلکو ته وايي چې زر یا یو نیم زر روپۍ راکړه، دوه ساعتونو کې دې په ذمه وارۍ تر لواړګې رسوم. دوی کې داسې خلک هم شته دی چې مخکې یې د غلو سره لار وي او څوک چې ورسره لاړ وي، دوی ترې ځان پټ کړی او غلو نور له خلکو ټول هر څه اخېستي وي. داسې هم شوي دي چې دوی درته لاره سمه د حلوا کړي خو نور چې يې غره ته سم کړی يې، بیا ته او دی په یو حالت کې وئ، نه دې په کیسه کې وي او نه هم سم دم په لاره بلد وي. نه یې له خاصدار سره لاره وي او نه له ملېشو. که په ملېشو یا خاصدرو څوک اوښتي، له ۵ تر ۱۰ زرو يې روپۍ ترې اخېستي، وهلي، ټکولي او ورسره یې ښه په عزت کړي دي او بیا يې بېرته افغانستان ته را اړولي دي.

13627071_597150963780033_1621868260164066947_n

موږ له یاد کس سره روان شو، لاره یې راته د حلوا خوړل کړل، زه چې وضعیت مې ګډوډ و او بل د غره مزل و ویرولم، اوبه مې را واخېستلې او روژه مې ماته کړله. موږ تقریبا ۲۰ نفر وو، موټر ښي لوري ته په خامه سرک باندې تقریبا نیم ساعت مزل وکړ، د غره لمنې ته یې ورسولو، هلته چې له موټره ښکته شو، زموږ ایجنټ (لارښود یا قاچاقبر) ورک شو. بل یو شینواری راسره ناست و، په اډه کې یې راته په ځايي لهجه ویل چې «قسم او قران مې دې ووهي چې ماښام لمونځ درباندې په لواړګه کې کړم»، خو چې د غره لمن ته ورسېدو، هلک موقف تغیر شو، ویل یې دا روژه ماتی به دلته وکړو بیا به ځو. ساعت په ساعت د هلک موقف بدلېدو، ویل یې له قچرو سره مو اړوو، دا او هغه کوو. شپه هم را روانه او موږ ټول نابلده یو. څومره چې د دې هلک موقف بدلېده، هومره زما زړه خرابېده، څو روپۍ، کمپیوتر او مبایل راسره و په هغې بېل ډارېدم. د غره له خوا خلک را روان وو، ویل يې چې مه ځانونه ستړي کوئ او مه بېځایه مصرف کوئ، هېڅوک نه پریږدي، مخکې ملیشې ولاړې دي، ډزې درباندې کوي او په منډو منډو دې بېرته دې خوا ته را اړوي. خپل اوه ملګري مې ټول په دې قانع کړل چې بېرته تورخم ته ستانه شو. ماښام ناوخته تورخم ته ورسېدو، هلته اوس هم ښځې او ماشومان وو. سرحدي پولیسو هغوی د دروازې نه دېخوا اډو لوري ته په رامنډه کړي وو. ځېنې کسان د سرک پر سر ویده وو. څو ځایه خو ما شخصا خپله ښځې او ماشومان ولېدل چې د سرک پر سر پراته وو. یو ځای یو سپين ږیري ویل چې له درې ورځو راځي خو هاخوا نه شي اوښتلی، پیسې نه لري او په غره دی نه شي ختلی. په تورخم کې هغه ماښام هېڅ د لېدلو وړ نه و.

13627239_597150823780047_188267694367787943_n

شپه مو په تورخم کې وکړله، سهار پیشنمي وخت مو یو ملګري کوښښ وکړ چې په تورخم دروازه څه لاره جوړه کړي او هاخوا واړوي، خو هغه بیا هم بریالی نه شو. یو شینواري سره مو خبره وکړله ویل يې په ذمه وارۍ مو اړوم. هلک مخکې او موږ ورپسې. دوه ساعته مو په غره کې مزل وکړ. یو ملګری مو لږ چاغ و، دوه درې ځایه یې بیخي وضعیت ګډوډ شو، که لږ وزن داره سړی وي، د دې ډیر امکان شته چې ضعف شي. زموږ لارښود هم ویل چې پرون یو کس ضعف شوی و بیا یې د لرې ځایه ورته اوبه را وړې وې او بېرته په خود شوی و. موږ هم له اخه توخ ووتلو، د منډې ترړې خو لا څه چې بیخي نور د تګ نه و، هر ځای د دې امکان و چې ملېشې دې را ووځي او موږ ټول ونیسي، پیسې او سامان رانه واخلي او بندیان مو کړي. تر دوه ساعته مزل وروسته مېچنۍ ته را ورسېدلو، دلته تیار موټر راغلی و، په کې کیناستلو، دوه دقېقې مزل مو لا نه و کړی چې خاصه دارو ودرولو، موټروان ته یې ویل چې بېرته يې تورخم ته ولېږه. ۱۰ دقېقې یې درولي وو، لومړی یې ۶زره کلدارې غوښتلې خو بیا مو په زاریو زاریو په ۵۰۰ کلدارو قانع کړ او پرې یې ښودلو. له ده سپین سترګي چې شل قدمه وړاندې لاړو، ملېشو ودرولو، هماغه زړه سناریو بیا تکرار شوه، دی هم په ۵۰۰ قانع شو، مخکې نو نور څه نه و، نهه بجې به وې چې کور ته په همدې فکر ورسېدم چې له دې وروسته مو عزت په دې کې دی چې کډه رابار او جلال اباد کې ښه ښایسته خپله ځمکه اباده کړو، پېښور نور د اوسېدو نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
naveed saeed

ماشااللہ نیولے چا یی أ پہ مخہ دی زیڑی زیڑی گلونہ

نوید سعید

Better late than never so get up and wish you best of Luck in Afghanistan
تہ دا وایہ چی ھند تہ بے پاسپورتہ تللے شی – تلل پریگدہ سوچ ھم نہ شے کولے

شفیع الله

ولا ستونزه خو دا ده چې ویزه دې نه درلوده خو د ویزې اخیستل هم بی عزتی لري که ورته صبر وکړې نو به میاشتو هم نوبت نه رسیږي ، خو که سپین سترګی وکړې بیا نو بی عزتی او وهل ټکول پکې شته ده.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx