د زنداني پلار دبچي اختر

عاکف مهاجر

 داختر اوله ورځ ده دمسجد نه دکور په لور روان وم لاره کې له یو ملګري سره وګرځیدلم چای مو وڅکلو ترچای وروسته ترې دکور په لور بیا رهي شوم خدای پاماني مو ورسره وکړه.

لږ وړاندې ماشومان سره راټول وو ددوی ترمنځ یو ماشوم په خیرنو جامو کې هم یو خواته ددیوال ترڅنګ ولاړ وو نورو ماشومانو دلوبو رنګارنګ سامانونه په لاسو کې درلودل خو هغه ورته کتل او دکمتری احساس یې له ورایه په څیره کې ښکاریدلو ماشوم ته مې اشاره وکړه او دځان پلو مې راوبللو له ستړې مشې وروسته مې ورنه پوښتنه وکړه ماشومه ستا اختر نده چوپ شو ځواب یې رانه کړو.

بیامې ترې وپوښتل ماشومه جامې دې اختر ته ندي کړي؟ سر یې په نه وخوځولو خوله کې یې ګوته وهله سر یې کښته نیولی وو ماویل ولې؟ ویل یې مور مې ویل پیسې نشته بیا به بل اختر ته جامې درته وکړم دې اختر کې مې جامې ندي کړي
ورته ویل مې پلار جان دې چیرته ده جواب یې راکړو خو پوه نشوم بیا مې په نرمه ترې وپوښتل ماشومه پلارجان دې چیرې ویل یې هغه دپل چرخي زندان کې بندي وو خو مور مې ویل وس یې باګرام ته وړی ده
ترې ومې پوښتل ولې یې نیولی ده؟

ماشوم غلی شو خو بیا مې ورته وو ویل ولې پلارمو په څه بندي ده؟ ویل یې زمونږ دکور خواته داربکیانو موټر باندې ډزې وشوې پلار مې له کوره بوتلو او بندي یې کړو ویل یې داتاسو ورسره همکاره یاست مخکې به کله مونږ ورتلو او کله به یې راته زنګ هم وهلو خو اوس نه مونږ ورپریږدي او نه راته زنګ وهي سوړ اوسیلی یې وکړو او راغبرګه یې کړه چې دا څو میاشتې کیږي چې خبر نه ترې لرو چې چیرته ده.

یواځې ددې ماشوم پلار او داماشوم ندي چې داربکیانو دظلم ښکار شوي دهیواد په هره برخه کې ټول ولس داربکیانو له ظلمونو سره لاس او ګریوان دي بالخصوص دهیواد شمالي برخه خو هره ورځ داربکیانو او دوستمي ملیشو له ظلم نه زوریږي.

نور دې خدای ج دافغانانو په حال ورحمیږي رب تعالی ج دې نور دناخوالو او غمیزو وروستنۍ اختر کړي الله ج دې دا دغمونو او ویرونو ټغر زمونږ له هیواده ټول کړي.

2016/7/6  سه شنبه داختر ورځ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د