افغانستان

طالبان: که په افغانستان کې هر څومره امریکايي عسکر وي، ماتې یې حتمي ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د اوباما د وروستی پریکړي په اړه وویل چې «که هرڅومره امریکايي اشغالګر عسکر په افغانستان کې پاتې شي، ماتې يي حتمي ده، څومره چې امریکايي عسکر ډير وي هغومره به يې تلفات زیات وي. »

باید وویل شي چې نن د اختر په ورځ د امریکا ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې دوی به په افغانستان کې تر راتلونکي کال پوري خپل اوسنی شمېر عسکر (۸۴۰۰) په افغانستان کې په خپل حال پریږدي.

ددې تر مخه د اوباما د عسکرو د ایستلو په اعلان شوي استراتیژې کې ویل شوي وه چې د کال ۲۰۱۷ په پيل سره به په افغانستان کې ۵۵۰۰ عسکر پاته وي، خو اوباما وايي په افغانستان کې لا حالت «خطرناک» دی، ځکه دی غواړي چې خپل عسکرو شمېر په اوسني شمېر کې وساتي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د باراک اوباما د نوي بیان په غبرګون کې وویل: «اوباما چې په یو لک پوځ او د ۴۹ هیوادونو په ملاتړ هيڅ ونشو کړای، په ۸۴۰۰ عسکرو هم څه نشي کولای، زموږ ارادې لوړې او عزم خورا متين دی. »

هغه زیاته کړه: «مونږ د اشغالګرو په وړاندې د مبارزې خورا ښه تجربه او پياوړې روحیه لرو، هغوی باید نور د افغانانو دهمت او میړانه ازمویلی پرځای عبرت اخيستی وای. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x