شعـــــرونه

دستورو کاروان / دنعیم افغان شعر

bairaghدستوروکاروان  

له ازمیښته ډک جهان دی ګوره پام به کوې

جانانه !ژوندیو امتحان دی ګوره پام به کوې

که دي جذبه ده دبدن  په رګ رګ کي خوره

غروردي هم دنګ تراسمان دی ګوره پام به کوې

ته دحیا،عزت،غیرت،اوته دننګ ساتونکی

درسره  لاس کي سپین قرآن دی ګوره پام به کوې

پراسلامي کلمه داغ دظلم مه لګوه

دغه بیرغ زموږدجانان دی ګوره پام به کوې

لکه تیاره په نیمه لارکي ورنه پاته نه سې

دسپینوستوروسترکاروان دی ګوره پام به کوې

دخوب تعبیرپه زړه کي پټ ساته یوسف جانانه

دلته جوړ ګام پرګام کنعان دی ګوره پام به کوې

دافغان خیال ساته قسم په لوی الله درکوم

دادیوچادزړه درمان دی ګوره پام به کوې

نعیم افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx