ځواکمن فکرونه‎

لکه څنګه چې پوهیږو نړۍ د پرمختګ لوړ پړاوونه وهلي او لا ی یې په درشل کې ده، د دغهپرمختګ ترشا دن وښتګرو سټو ځواکمن فکرونه ځای لري چې تل یې خپلې زده کړې، اندونه او کتنې د ټولنې د هوساېنې لپاره په عملي میدان کې سره یوځای او پلې کړي .فکر یو داسې نه لیدونکی دماغي ځواک دی چې د لیدنو، اوریدنو، تماس اون ورو لمسونو وروسته په دماغ کې د یو لړ پروسو د پلې کیدو په بنسټ رامنځته کیږي.که د ډول له مخې یې ډلبندی کړو نو یو یې مثبت فکرونه او بل ډول یې منفي فکرونه دي. که د روان پوهنې له انده یې وڅیړونو یو نورمال یا عادي فکرونه دي چې وګړي یې په روغ دماغ او نورمال روغتیایي وضعیت کې لري او بل یې غیرنورمال فکرونه دي چې د شخص په نزد د هغه دګډوډ دماغي او روغتیایي حالت د شتون پرمهال موجود وي.

فکر د بیلا بیلو اړخونو تراغیز لاندې راځي چې د هغې له جملی څخه چاپیریالي عوامل،کورنياو ټولنیز عوامل،د شخص ځاني رواني اوروغتیاییي حالت او نور.لکه څنګه چې یومتل کې ویل شوی چې( سالم عقل په سالم بدن کې دی ) او عقل د فکرغبرګون دی او یو پر بل مستقیم اغیز لري.کله چې شخص د چاپیریال، ټولنیزو او شخصي فشارونو لاندې راشي او یا هم له رواني اوروغتیایيي ستونزو سره مخ شي د ده د فکر لوری هم بدلون مومي. زمونږ په مبارک دین کې هم دفکر لوری څرګندشوی چې فرماییي: (ژباړه:دالله ج په پیدایښت کې فکر وکړئ خو خپله دالله ج د پیدایښت په اړه فکر مه کوئ) د الله ج په کایناتو کې د فکر او تدبر کولو ته په اسلام کې لوړارزښت ورکړل شوی، علاوه د دې د انساني فکر برید یې هم ټاکلی ځکه انساني فکر د دومره ځواک څښتن نه دی چې لایتناهي هستي د څرنګوالي په هکله څه وویني. د فکر د پرمختګ غټه نښانه مثبت او پرځان د باور لرلوفکر دی  چې ځواکمن انسانان ورته په خپله کوپړښ کې ځای ورکوي. د فکر،تخیل،درک اصطلاحګانې ی وبل سره خپل منځي  نږدیوالی لري او یو د بل پوره کوونکي او غبرګونونه دي.د فکر لپاره په روانپوهنه کې بیلابیلې  پیژندنې شته چې د بیلګې په ډول یې یوڅو  را اخلو:

فکر د انساني لاملونو دماغي کړنه ده چې دا نګیزې او د غبرګون ترمنځ اړیکې غښتلې کوي.

فکردبیلابیلواړخونویولامل لرونکی چاره ده کوم چی دپوهی سره یوځای وی اوپه ذهن کې زیرمه کیږی.

دفکرډولونه:

۱:خیالی فکرونه

۲:ریښتینی فکرونه

انسان له فکرسره پیداشوی، د فکر په واسطه یې ټولنیز ژوندپیل کړی او دسالم فکرپه مټ د پرمختګ پړاوونه وهي.دا چې زمونږ ټولنه کې جنګ دی، د دغه جنګ اغیز د مور په ګیډه کې ماشوم اغیزمن کوي او یو څه لا د زیږیدلو دمخه د رواني ستونزو د ننګونو سره مخ دی.کله چې دنیا ته سترګې وغړوي نو زیاتره یې په لوړه کچه دکورنیو فشارونو لاندې راشي، ترمنفي عواملو لاندې لوی شي او تل یې په دماغو کې منفي فکرونه ځغلی.

زمونږپه ټولنه کې د روغ فکر د ودې یواځینۍ راپاته لار په اسلامی لارښوونو باورکول دی، خو لکه چې لیدونکی یې یو هغه هم تر ډیره د نورو اړخونو ښکارشوی. د فکر لوری هم بیلابیل دي، لکه نیوټن فکر وکړ چې دځمکې د کشش قانون یې وړاندې کړ.

ادیسن د فکر پر مټ بريښنا، پاستور مایکروب او انشتین د انرژی د نسبیت قانون وړاندې کړ. بل خوا ولادیمیرکلاشینکوف ننی ماشینګڼ جوړ کړ، ښایي د هغه فکرسم و خو د وخت د ناسم فکر ښکار او دا دی نن د انسان وژنې عامه وسیله ده.

نازي هټلرسره د نړۍ نیولو فکر و اوچنګیز په خپل ناسم فکر د بربریت ستره بیلګه جوړه کړه.

څرنګه کوولی شوفکرته مو وده ورکړو؟

دفکر وده له کوچنیوالي پیل کیږي او د کوچنیوالي د سالم فکر وده په مناسب کورني،چاپیریالیز او روغتیایي حالت پورې اړه لري، که میندې  او پلرونه په رواني ستونزو اخته وي، تل د خپلو کوچنیانو ترمخه د ناهیلۍ او ناامیدۍ خبرې کوي،  د هغوی په کوچنیانو کې هم د ناهیلۍ فکرونه ځای نیسي او کرار کرار کوچنیان هم د منفي فکرونو لرونکي ټولنې ته وړاندې کیږي چې په اخر کې ټولنه ترې اغیزمنه کیږي. د کورنۍ د غړو تر منځ ناوړه اړیکې او خرابه اقتصادي حالت یوبل مهم لامل دی، په همدې ډول د شخص د ملګرو د ناوړه فکر شتون هم ورته اغیز لري. نو د پورته حالتونو سمون او د مثبت فکر درلودل او د ښه فکر د لاسته راوړنو لمانځنه به ستاسو فکر په سم لوري پلې کړي. د مثبت فکر په اړه د لیکل شوو اثارو لوستنه هم زړه راښکونکې پاېلې لرلی شي د نړیوالو نوموتو مفکرینو د ژوندپاڼو لوستنه هم ارزښتناکه ده .تل مثبت فکر وکړئ چې د دماغ ژونکې مو وده وکړي او روغتیایي حالت مو پیاوړی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د