
سعودي عربستان: د ۱۲ پاکستانيانو په ګډون ۱۹ تنه نيول شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت ويلي، چې مسجد نبوي ته څېرمه ځانمرګی بريد کوونکی، سعودی او د نشهيي توکو روږدی و.
د دغه بريدګر نوم ناير مسلم حماد النجدي و او ۲۶ کاله يې عمر و.
د کورنيو چارو وزارت زياتوي، چې د تېرې اونۍ د درې چاودنو په تړاو يې د ۱۲ پاکستانيانو په ګډون ۱۹ تنه نيولي دي.
امنيتي چارواکي وايي، چې د مدينه منورې چاودنه کې کارول شوي نايټرو ګليسرين نمونې يې ترلاسه کړي دي.
د روانې جولای په پنځمه په سعودي عربستان کې درې چاودنې وشوې. تر ټولو لومړۍ چاودنه د عبدالله ګلزار په نوم يو پاکستاني جده کې د امريکا قونسلګرۍ مخته وکړه، چې دوه پوليس په کې ټپيان شول.
چارواکي زياتوي، چې د سعودي په ختيځ قطيف کې چاودنه ۲۳ کلن عبدالرحمن العمر، ۲۰ ابراهيم العمر، او ۲۰کله عبدالحکيم الحسيني کړې وه.
د سعودي کورنيو چارو وزارت د جدې د بريدګر عبدالله ګلزار انځور هم خپور کړی او زياته کړې يې ده، چې نوموړی پاکستانی دی، ۱۲ کاله وړاندې د موټر چلولو لپاره سعودي عربستان ته تللی و او هلته له مور او پلار سره اوسېده.
د کورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ياد بريدګر انځور هم خپور شوی دی.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د عبدالله ګلزار د هويت په اړه څه نه دي ويلي.