نړۍ

د ډاکټر ذاکر نايک پر خلاف د څېړنو امر شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د هند مهارشټر ايالتي حکومت د اسلامي دعوتګر ډاکټر ذاکر نايک پر خلاف د څېړنو امر کړی دی.

بنګلاديشي ورځپاڼې «ډيلي سټار» په خپل راپور کې ويلي و، چې تېره اونۍ د پلازمېنې ډهاکې د ډيپلوماتيکې سیمې پر کېفې يو بريدګر تېر کال پر خپل فيسبوک د ډاکټر ذاکر نايک حواله ورکړې وه.

امريکايي رسنيو د مهارشټر د اعلی وزير ډيورينډرا فيډناويز له قوله ليکلي، چې د ذاکر نايک پر خلاف به څېړنې پيل کړي او په لنډه موده کې به يې راپور محکمې ته وسپاري.

د بنګلاديشي ورځپاڼې له تورونو وروسته د هند حکومت د ذاکر نايک دفتر مخته ګڼ امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او لامل يې امنيتي تدابير ښودل شوی دی.

ډاکټر ذاکر د بنګلاديشي رسنيو له لوري پر ده لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي او زياتوي، چې د ډهاکې پر کېفې بريدګر ده سره هېڅ اړيکه نه لري.

نوموړی وايي، چې دی په خپلو تقريرونو کې تل د مينې او سولې درس ورکوي او هېڅکله يې د بې ګناه انسانانو د وژنې د مسووليت منلو درس نه دی ورکړی.

ډاکټر ذاکر نايک په خپل ويډيويي پيغام کې ويلي، که يو څوک مشهور وي، نو د دې خبرې معنا دا نه شي کېدای، چې دی به د عامو افرادو د کړنو مسوول وي.

دغه اسلامي دعوتګر هندي چارواکو ته ويلي، چې د ده ټولې ويناوې او تقريرونه واورئ، په دې کې به داسې څه پيدا نه کړي، چې د بې ګناه انسانانو د وژنې لپاره دې په کې څوک هڅول شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x