ليکوال او شناند انجينر نظر محمد مطمئن

غریب یم خو بې غیرته نه یم

انجينرنظرمحمد مطمئن

نبوي حرم ته نږدې د نبوي مسجد پر تظیمونکو امنتي کسانو د الله ج او رسول ص دښمن برید وکړ. دا مقدس ځای کې برید د هر مسلمان زړه ولړزاوو.

د روژې وروستي ورځ وه،‌ په سباء يې عید وو، خفه وم، زه هم په مسلمانه نړۍ کې د یوې کوچنۍ زرې د ځای نیونکي په څیر ډیر غمجن وم.

کور کې د کورنۍ غړې هم راباندي پوه وو چې همدا ورځ پر ما سخته تیریده، له روژه ماتې وروسته د کورنۍ یو غړي خوشاله ولیدم. هغوی تعجب وکړ.

سبا اختر وو،‌ خو د روژې په وروستۍ ورځ راته یو ملګري پېغام درلود، هغه له سلام وروسته لیکلي وو چې د مکې حرم پر لور حرکت کوم. کړي ژمنه پوره کوم، او ستا له پاره عمره کوم. ډیر ځکه خوشاله شوم چې د روژې میاشت اخري شپه او سبا د اختر ورځ، په دغسي ورځو او شپو کې یو مسلمان ځوان چې نه ما لیدلی او نه زه هغه لیدلی یم، یواځي د اسلامي ورورولۍ د رښتې پر بنیاد تکلیف ګالي او عمره کوي بیا ثواب ماته بخښي. نو ولي به نه وم خوشاله.‌ په تندي کې مې له ورایه د کورنۍ غړو خوښې لیدله.

ځوان او زړه ته رانږدې ملګري راته ویلي وو چې غواړم عمره درته وکړم،‌ او نه غواړم چې څوک خبر شي. یواځي تاسي دي خبر یاست.

فکر مې وکړ چې له ملګري سره به په زړه کې ګڼ سوالونه وي چې ولي د طوطاخیل صاحب د عمرې کولو اړوند انځورونه ما پر
فیسبوک نشر کړي وو،‌ د سپیناوي لپاره مې ورته وویل چې:

قدرمنه! عبادات ډول ډول دي، فرض، واجب، نفل او مستحب کارونه.

بدني، مالي، قلمي، فکري، بدني او مالي او نور…

داچې ما د عمرې اړوند انځورونه خپاره کړي‌ وو،‌ ددې له پاره وو چې هغوی لا هم په هیواد کې د ځوانانو د انحراف هڅې کوي، د ځوانانو د بدلون هڅې کوي،‌ د لامذهبي او سیکولریزم له پاره شپه او ورځ کار کوي،‌ په خواله رسنیو کې بوخت دي چې د غرب او امریکا د ګټو لپاره کار وکړي.

کله چې زموږ د ځوانانو دغه دیني او ایماني جذبه ، روحیه او مینه ګوري نو په دوی بیا سمه ټکه وه، وارخطاء وي، غمجن وي، پر خپلو کړنو او هڅو يې فکر خراب وي، او پوهیږي چې د دوی غرب ته کار په ګران هیواد افغانستان او افغان ولس تاثیر نه لري.
د متدینو او باعزمه ځوانانو دغه ډول کړنې دوی ته زیری ورکوي چې په افغانستان کې لامذهبي او سیکولرزم ته ځای نشته، په ګران هیواد کې د غرب مشربه کسانو ځای نشته.

ځینې نورې خبرې مې هم ګران ملګري ته وکړي،‌ هغه چې زما په هدف پوه شو،‌ نو ویل یې چې پخوا خو مې ویل چې عمره کوم یواځي تاسي دي خبر یاست، اوس نو حتمي ده چې دا به هم نشر کوئ چې د لامذهبه او لویدیځپالو ورمیږونه کاږه شي.
الله ج دي د همدي ځوان ستړیا،‌ تکلیفونه، بدني او مالي عبادات قبول کړي. الله ج دي‌ د عمرې ثواب موږ دواړو ته قبول کړي.

د اختر دوېمه ورځ وه، له ځینو مشرانو دوستانو سره ناست وم، بیا هم له بهر څخه ټلیفون راغی، له سلام او اختر مبارکي وروسته یو بل متدین او اسلامپال ځوان مبارکې راکړه، هغه ویل چې ستاسي له پاره مې عمره وکړه،‌ او همدا اوس خلاص شوم، ځکه مې ټلیفون درته وکړ، دي ځوان ویل چې:

خیر که غریب یم خو بې غیرته نه یم. یو ځای مزدوري کوم، او اقتصادي حالت هم ډیره ښه نه دی، اصل کې مخکې همدې ملګرې راته لیکلې وو چې د رمضان المبارک پر اوه ویشتمه به عمره کوي او ثواب به يې موږ ته بخشي، خو تاسي پوهیږئ چې هغه ولي په ۲۷ ونه توانیدی، ویل یې د بل چا سره مزدورې وه، او رخصت راته رانه کړل شو.

سبحان الله! سبحان الله! سبحان الله! الله اکبر!

او په زړه پوري خو دا وه چې ماته یې په ټلیفون وویل چې ستاسي د فیسبوک ملګري پوره دي، خو سره هلته ملګري شو، سبحان الله! ددي ځوان پاک او سپیڅلی هدف او مقصد، یواځي‌او یواځي د الله ج د رضاء له پاره له موږ سره مینه.

کله چې د خپلو متدینو افغانانو دغه ډول لیونۍ دیني مینه ګورم، وډار شم، ځکه دوی زموږ مسؤلیتونه نور هم راته درنوي. که خدای مه کړه ددې مظلوم، معصوم او متدین ولس له هیلو او ارزوګانو سره څوک خیانت کوي،‌ نو ولی به هغوی الله نه بې عزته کوي، او چې څوک د همدې په الله ج او اسلام مین ولس سره وفا کوي،‌ د هغوی هیلې او امیدونو سره جفاء ونه کړي،‌ نو ولي الله ج به هم هغوی باعزته او سرفرازه کوي.

دا ځینې څرګندوني له دي امله له ملګرو او دوستانو سره شریکوم،‌ چې لویدیځپال پوه شي،‌چې لا هم شته دلته ځوانان، او د لویدیځ شوم اهداف به هیڅکله هم دلته عملي نه شي. ان شاء الله

پروردګار دي ددي دوستانو ځاني‌او مالي عبادات قبول کړي. الله ج دي موږ ته توفیق راکړي چې ددوی هیلې مړاوې نه شي. او دعاوي کوئ چې الله ج موږ له سختو ازمایښتونو وساتي او الله ج مو له انحراف څخه وساتي.

له همدې ملګرو سره په ځانګړي ډول او په سعودي عربستان کې په عام ډول افغان مسافرو سره زه هم ژمنه کوم چې هڅه به وکړم چې مکې مکرمې او مدینې منورې ته به د خپل مورکۍ لپاره د عمرې او یا هم د حج کولو په نیت ورځم تر څو دوی هم له نږدې ووینم.

زه هم په خپل وار وعده کوم چې د یو خپلواک، سوکاله او بسیا افغانستان له پاره به کار کوم،‌ د باعزته سولې لپاره به شپه او ورځ هڅې کوم،‌ او ځینې کارونو کې به ستاسي ملګرو او دوستانو مشورې اخلم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
يوسف وردګ
میلمه
يوسف وردګ

مننه مطمئن صاحب دهر څه نه مخكي در ته زه هم په خپل نوبت سره د کوچنی اختر مباركي وايم الله(ج) دي درته ددي نيكو شپو او ورځو په بركت ډیر عمر او توفيق درکړی

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

انجینر صاحب الله ج دی اجر درکړی ، بی غیرتی ډیره د ثروت سره ملتیا لری ، خو یو شمیر غریب له بی غیرتیو غریبان وی، په دی اړه لری چه څوک حریص او څوک قانع او مطمن انسانان دی ، قانع او مطمن انسان په اړه الله ج فرمایی یا نفس مطمن زه له تاسی او تاسی له ما راضی یاست چه له امله یی زما په جنتونو کی د تل د باره ننوځی ، د ننی ورځی جنګونه او یا په عموم ډول د حق او باطل جنګونه او الهی ازموینه د همدغه حریصو او مطمنو انسانانو تر… نور لوستل »