د لویدیځ تاریخي وحشتونه

حامد افغان

دا د امریکایي فلم: تورګل The Black Rose یوه صحنه ده، دا فلم په کال: 1950م کې تیار شوی و، د فلم د یوې څانګړې صحنې تیارولو له پاره یې په المغرب هیواد کې د فرنسوي یرغلګرو له یوه قومندان لویس مورین نه مرسته وغوښتله، هغه دوه المغربي مجاهدين په ونه کې زیندۍ کړل او دا صحنه یې امريکايي فلم ته ډالۍ! ورکړه.

دوی ونه غوښتل دې صحنې له پاره جعلي ګوډۍ وکاروي بلکي د صحنې د ښه مؤثریت له پاره یې دوه مسلمان المغربي بندیان اعدام کړل!! ځکه فرنسوي قومندان لویس مورین د دې فلم له اتل: اریسون ويلز سره ډېره مینه لرله او د هغه د فلمونو عاشق و، او دا د نړۍ یواځنی فلم بلل کیږي چې یوه صحنه کې یې ژوندي انسانان زیندۍ کیږي.

دا د لویدیځ والو او امریکایانو د زړه بوږنووکي وحشت یوه نادره تاریخي بېلګه ده، هغوی چې د بشرپالني، بشري حقوقو او اجتماعي عدالت چیغو او دروغژنو دعوو یې زموږ سیکولر مخلوق او عام ناخبره خلک کاڼه او ړانده ګرځولي دي، هغوی چې موږ ته انساني ارزښتونه او بشر پالنه راښيي، د دوی ککړ او کرغيړن تاریخ او له وحشت او تاړاکونو ډک موجوده وخت اصلي څېره زموږ مخته ایښې ده، ناخبره وروڼه دې له تاریخ استاد نه پوښتنه وکړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د