شعـــــرونه

اوښکې ملغلرې

صالح محمدمسروري

داخترورځ کي مي ستاقبرته دروړلې اوښکي
شهيده ياره په ورو ورو مي تويولې اوښکي

نورمي دزغم پياله سوه ډکه بې اختياره ولاړې
دسترګولپوکي مي ډېري وساتلې اوښکي

دبڼوتارمي بېلتون غوڅ کړاودانه دانه سوې
دګرېوان لوري ته چي مړې مړې څڅېدلې اوښکي

سرپه ځنګون سوم وظيفه ستاديادومي وکړه
لکه تسپې دانه دانه مي اړولې اوښکي

چي داجل غشوداستادځوانۍ لارووهل
نولاري لاري پررخسارمي برېښېدلې اوښکي

خدائ دي دوصل ملغلري ترې راوټوکوي
په کرونده کي ددعامي وکرلې اوښکي

په هديره کي ګيرچاپېره ووداوښکوباران
ځکه قلم دمسروري هم وليکلې اوښکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x