نظــر

غني به په وارسا کې زړه تش کړي

شريف الله پکتياوال

صبا جمعه په پولنډ هيواد کې د امريکا په ګډون د ناټو غړيو هيوادونو غونډه پيليدونکې ده چې مرکزي ايجنډا يې د افغانستان د اوسني وضعيت په هکله غور او څيړنه ده، دا چې ولسمشر غني د خپلې ادارې له يو شمير مشرانو لکه اجرائيه رئيس عبدالله، د ملي امنيت د شورا سلاکار حنيف اتمر، د ولسمشر سلا کار نادر نادري، خارجه وزير صلاح الدين رباني، دفاع وزير عبدالله حبيبي، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې و زير سلامت عظيمي، د ولسمشر ستر سلاکار محمد همايون قيومي، د جمهوري رياست د چارو ادارې رئيس عبدالسلام رحيمي او نورو سره نن په همدغه غونډه کې د ګډون لپاره پولڼد ته رسيدلی، شايد دا غونډه د غني لپاره په نورو باندې د تورونو لګولو او د بسپنو راټولولو لپاره يوه زرينه موقع وي.

ويل شوي صبا به غونډې ته غني وينا وکړي او خپل ډک زړګی به د ناټو غړي هي،ادونو مشرانو ته ښه تش کړي، او بيا به د ناټو د غړي هيوادونو له مشرانو سره جلا جلا کتنې هم وکړي، صبا ورځ په غونډه کې چې څه پيښ او تير شي دا به د ميډيا له لارې شايد واضح کړی شي، خو له غونډې وروسته د ناټو د غړيو هيوادونو له مشرانو د کتنو جزيات کيدای شي ښکاره نکړی شي.

زما په فکر په دغه غونډه کې به غني لاندې څو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي :

(۱) ضروري ده چې غني د ناټو غړي هيوادونه په دې وروستيو کې د طالبانو له برياوو او پرمختګونو څخه خبر کړي، او په دې يې ښه پوه کړي چې طالبان ورځ په ورځ د بريا په حالت کې دي او د کابل اداره مخ پر ځوړ ده، لهذا که بيړنی ژوندی او مړې مرستې ورسره ونکړی شي شايد د کابل سنجاق شوې اداره ډير زر وشړيږي چې بيا به يې بيرته سنجاق کول د دوی په وس کې هم نه وي.

(۲) کيدای شي غني د سولې په باره کې هم د ناټو له غړيو هيوادونو سره سلا مشورې وکړي، او د سولې نه رامنځته کيدو ګرمه په پاکستان او طالبانو ور واچوي، غني او ورسره ملګري يې شايد پاکستان په دې ګرم وبولي چې تر اوسه يې د دوی په خوله طالبان سولې ته نه دي حاضر کړي، دا په داسې حال کې چې پاکستان په ښکاره ويلي چې دوی پر طالبانو دومره اثر نلري چې د سولې ميدان ته يې راولي، يا يې د سولې ميز ته په زور کينوي.

زه فکر نکووم چې د دوی دغه خبره به د ناټو په غړيو هيوادونو کوم اغيز وکړي، ځکه کيدای شي د ناټو غړي هيوادونو له دوی څخه زياته همدا ډول غوښتنه له پاکستان څخه کړې وي، او د پاکستان لخوا دې قناعت ورکړی شوی وي چې سره له کوښښه بيا هم طالبانو د دوی يعنې د پاکستان خبرې ته غوږ نه دی نيولی.

او سولې ته په خپله د طالبانو د نه راتګ خبره هم بې ځايه او د تور لګولو په معنی ده، ځکه هيڅکله طالبانو نه دي ويلي چې دوی سوله نکوي، يا سولې ته اماده نه دي، ښه دليل يې څه وخت وړاندې د طالبانو د ډلې معاون ملا سراج الدين حقاني هغه وينا ده په کومه کې چې نوموړي ويلي چې دوی د سولې لپاره کسان معلوم کړي، که چيرته دوی له سولې سره مخالف وای بيا يې کسان د څه لپاره او ولې معلومول، البته سوله د شريعت په چوکاټ کې غواړي او د شريعت له چوکاټ وتلې سوله هيڅ معنی نلري.

(۳) زما په فکر غني او ورسره ملګري به يې د ناټو له غړيو هيوادونو څخه د مالي مرستو غوښتنه هم وکړي، او د ناټو غړي هيوادونه به په دې پوه کړي چې له طالبانو سره د جګړو ساحه پراخه شوې او دوی نور نشي کولای چې د خپلو عسکرو اکمالات وکړي، لهذا که د ناټو غړي هيوادونه جيب ته لاس نکړي نو د هيواد سيمې يې له لاس څخه په وتو دي، چې بيا به يې مسئوليت د دوی پر غاړه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

کشکی غنی یو خپلواک شهری وی ، بیا یی د زړه تشیدل او ډکیدل وزن او اهمیت درلود ، دا چه غلام او بادار یو د بل په غلامی او باداری پوره باوری دی ، د غنی خبری بادارانو ته مخکی له مخکی معلومی او دیکتی شوی دی او خلک فکر کوی چه د غنی په خبرو به د بادارانو بام ښه یا زیات شی ناسمه ده ، باداران هغه څه خامخا کوی چه د هغو د استعماری او استثماری پلانو له مخی دی چه د غنی وینا او کړنی یی هم یوه برخه ده ، د غنی په خبرو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x