ټولنیزه برخه

زمونږ فکري جوړښت او اتفاق!

 مير وزير ساحل

پښتانه يوه خبر ډيره په زغرده او تل يې کوي چې اتفاق او اتحاد د پاک رب العزت او د رسول ( ص ) ډير خوښ ده، او خدای مو دې تل په اتفاق سره لري. په دې کې هيس کوم شک نشته چې په مثبت اتحاد او يووالي پاک رب خوشحاليږي خو دلته قصه برعکس ده.

زمونږ اتحاد په دې کې وي چې څرنګه هڅه وکړو تربور مات او لاندې کړو, څرنکه يې ذليل, شرمنده او خوار کړو, دا مو هغه اساسي او بنيادي اتفاق او هڅه وي او تل دا فکر په دې منفي غټه ککرۍ کې ساتو او ځان ته دا تسليت هم ورکوه چې (الحمدالله) خدای به څومره زيات په دې اتفاق رانه خوشحاله وي, په پوله, پټی, وياله او ځمکه مو تل شخړه او نښته وي مرګونه وشي, خلک ورک شي ,کرکې او نفرتونه زيات شي, د يو بل پوښته او احوال اخيستنه ختمه شي خو نه دا سوچ او فکر ختميږي او نه دا بې ځايه منفي اتحاد او اتفاق ختميږي.

که زوی ورور دې پيسې ګټي يا تعليم زدهکړه کوي نو دا فکر او ذهنيت ورکول کيږي چې هله تربور درنه مخکې نشي پيسې درنه زياتې ونګټي, پوهه او علم يې درنه زيات نشي که هغه لس ګټي ته سل وګټه که هغه اينجينر ده ته داکتر شه خو چې تش لس راته رانشې, تش جيب راته رانشې کني زه خو به په شرمونو وشرميږم, لوڅ به شم ورک به شم او بې عزت به شم, شپه او ورځ به پردۍ پيسې او کوټې شمېري, په علم او تعليم په دين او شريعت کې به هم له تربور سره سيالي او رقابت وي.

په خپل کور کې به يې بې اتفاقۍ او کرکه اوج ته رسيدلې وي, خو تربور ته به بيا ټول سره يو لاس يو غږ او يو فکر شي ظلم, زياتی, ضد او حسد ورته هيس نه ښکاري; د يوې شيبې لپاره يې نه دا سوچ, فکر او وجدان راويښيږي چې هغه رب چې زه يې پيدا کړی يم زما مرګ او ژوند يې په لاس کې ده او تل يې له څارنې لاندې يم هغه رب ته به په کوم مخ او وجدان ورځم هغه رب ته به په کوم سوچ او فکر ورځم هغه رب ته به د خپلو کړنو څه جواب او بيان کوم.

دلته د دوه وروڼو زامن هم د يو بل سره د تربور په نوم پېژندل او وژل کيږي, نه دا فکر ورکول کيږي چې دا دې خپله وينه او خپله مينه ده او نه دا احساس ورکول کيږي چې له دې نه خلاصون او ورکېدل نلرې; د يو ماشوم تربيه او روزنه چې کړو نو هم په اول قدم کې ورته د پلار نيکه پوله, پټی او وياله ښايو چې بيا خدای مه کړه ذهنيت يې څوک ورته بدل نه کړي, د اولاد ابتدائي روزنه د مور په لاس کې وي خو هغه خواره مورکۍ يې هم د پوهې, علم او تعليم له برخې بې برخې پاتې وي البته زيار او هڅه کوي چې په اولاد يو څه زدهکړه وکړي, تر هغه چې دا بې خونده فکر او ذهنيت بدل نشي , تر هغه چې دا منفي اتحاد او اتفاق بدل نشي, تر هغه چې دا فکري جوړښت او فکري ماموريت بدل نشي, تر هغه چې د الله نه حقيقي ويره او ترس پيدا نشي او تر هغه چې د سمې پوهې , تعليم او علم څخه برخمن نشو دا ناورينې, ګمراهي, بد بختي , بې ځايه سيالۍ او دا فکري جوړښتونه به تل دوام ولري..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x