نړۍ

امريکا: د لاريون پر مهال ډزو کې ۵ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا د ټيکساس ايالت په دالاس ښار کې د لاريون کوونکو له خوا په پوليسو ډزو کې ۵ پوليس افسران وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

پاريدلي لاريون کوونکي وروسته له هغې راپورته شول چې دا مريکا په مينه سوتا او لويزيانا ايالتونو کې پوليسو دوه تور پوستي امريکايان ووژل.

د دالاس د پوليسو مشر ډيويډ براون وويل چې ډزې د لاريون کوونکو له لوري شوي دي چې له امله يې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه ويلي چې دوه کسان يې ليدلي چې د يوې ودانۍ له سر نه يې په پوليسو ډزې کولې، خو له پيښې وروسته په تيښته بريالي شوي دي، چې دنيولو هڅې يې روانې دي.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس وايي چې دغه پيښه تيره شپه په سيمه ييز وخت ۸:۴۵ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې لاريون کوونکو د دالاس مرکز ته نږدې په لاريون بوخت وو.
له پيښې وروسته سيمې ته ګڼ شمير پوليس او امبولانسونه ورغلي دي ترڅو مړي او ټپيان انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x