شعـــــرونه

د نصيب رحماني دوه غزلونه

نصيب رحماني

ځان ځانې او دا ستم د سړی زړه خورې
دا رښتیا ده چې بس بم د سړی زړه خورې

پښتنه مینه ده شرم په کې ډیر ده
تړمې اوښکې او دا نم د سړی زړه خورې

د غورو په بام ولاړې تاندې ونې
چې راګورې دم په دم سړی زړه خورې

یوه سندره یې ویله په نغمو کې
د طوطیانو ترنم د سړي زړه خورې

کشمالو پسې به ځمه پورې غره ته
په دي کلې کې ماتم د سړي زړه خورې

رحماني د خوږ زړګي ملهم مې راکړه
رحماني دا ستا قلم د سړي زړه خورې
ـــــــ

اختر او غزل

دلته اختر دلته روژه ژړه وې
څومره ناترسه میلمنه ژړه وې

نکریزي اخلم په دیوال یې مښم
په چم ګاونډ کې چې هغه ژړه وې

خدایه! بدرنګو ته قصاص ورکوم
خدایه! بدرنګي ښایسته ژړه وې

راشي په ټولو یې غندنه وکړو
ولي قاتیله! ته کعبه ژړه وې

خوښې روانې دې او کډې کوي
غم مو واکمن ده څه به نه ژړه وې

سپوږمۍ به خود نو اوس د ورځې راځې
چې رقيبان یې ټوله شپه ژړه وې

رحماني دا اختر کې کور ته راشه
ستا انځورنه مې خفه ژړه وې
ــــــــ
نصیب رحمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x