ادبي لیکني

د قلم معجزه

محمدعلي عمري

دد نګوغرونه  شپونکئ چي قوي صورت او زيات قوت لري  هیڅکله نه شي کولاي چي فقط يوڅو نفرو ته ويناوکړي. له ده سره قوت شته دغه شپونکئ دقوي مټو خاوند دئ  سهارچي رمه له کلي وباسي نو ترماښام پورې په غروکې ګرځي  او راګرځي.

او خوندوره او ازاده هوا تنفسوي .بيعقله نه دئ بلکه دئ ترهرچا ښه سالم عقل لري ځکه  ويل کيږي چي سالم عقل په سالم بدن کې وي هو دغره دشپونکي بدن دهرچا تربدن سالم دئ  ځکه ده هیڅکله یوه پښه پر بله نه ده اړولې  تل  دلوړو غرونو په
لمنوکي ګرځي.

خوددې شپونکي ماغزه دهغه  عبث سپین ږیري په څيردي چي لمرڅيکي ته ناست وي وڅنګ ته یې يوتوکتان پروت وي يونصوار توکتان ته ورواچوي بل یې بيا سم دم ترژبې لاندې ايښئ وي.

دغه شپونکئ دخپلې رمې  دپاره  يوه اوږده او نرۍ لګړه لري دا نړۍ لکړه  دخپل راسته لاس دګوتې پرسرجګه ونیسي  اودخپل هنر او تجربې په زورسره بيخي ترډېرو دا لګړه جګه درولې وي سړي ته خندا ورشي چي دا لکړه آخير ولې نه ځيني لويږي.

خودې شپونکي ته که دده دګوتې پراندازه ډير سپک او نرم قلم ورکړي  نودا خپل قوي لاس یې ریږدي او نه شي کولاي چي آن خپل نوم پرکاغذ وليکي ځکه دده ماغزه دعرفان له دې معجزې سره نا اشنا دي او اوس که موږ هرڅومره داشپونکئ دقلم ولیکلوته وهڅوو نه شي کولاي چي څه وليکي ځکه دده ماغزه  دهغه پالتوسپین ږيري په څيردي چي لمر څيکي ته ناست وي.

که داشپونکئ په وړوکوالي کې له دې سترې معجزې يعني قلم سره اشنا شوئ واي نو اوس به یې دا قوي لاس نه کپیدلاي.

موږ باید  هرماشوم  له دې سترې معجزې قلم سره اشنا کړوبيا که آن هرڅومره زیات کلونه باندې تیرهم شي نه به لمرڅيکي ته کښيني اونه به یې  بيا په لاس کې قلم ریږدي.او بيا به ددې سترې معجزې په برکت هرڅومره ډیرو خلګو ته وينا هم کولاي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

معجزه د فعل یا کړنی په صورت کی وی مثلا د قلم په ځای که لیکلو ته معجزه وویل شی سمه ده که دا ومنو چه لیکل معجزه ده نو قلم بیا د لیکلو یا معجزی وسیله ده نه هغه څه ( معجزه ) چه نور یی له کړنو عاجز وی ، د مثال په ډول د موسی ع امسا چه ماران تری جوړیدل د دغه مارانو جوړیدلو وسیله وه ، معجزه هغه فعل وو یا د احمر بحیره وهی او هغه اوبه بندیږی موسی ع او ملګرو ته یی لیار ورکوی مګر فرعون او لښکر غرقوی دغه فعل یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x