نړۍ

د بشريت ستر خدمتګار مولانا عبدالستار ايدهي وفات شو

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان وتلی ټولنيز خدمتګار او د ايدهي خيريه بنسټ مشر مولانا عبدالستار ايدهي  د اته اتيا کالو په عمر وفات شو.

ارواښاد له ۲۰۱۳م راهيسې د ګردو په ناروغۍ اخته و او تر درملنې لاندې و.

د مولانا ايدهي د وفات خبر له خپرېدو سره سم په کورنۍ او نړيواله کچه د مرحوم په اړه تعزيتي ويناوې او پيغامونه خپاره شول او په ټولنيزو شبکو کې غوښتنه وشوه، چې د نوموړي د وفات مراسم دې په رسمي بڼه ادا کړل شي.

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف او نورو سياسي او مذهبي شخصيتونو د نوموړي وفات د پاکستان لپاره ستره غميزه وبلله.

د هند بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج هم د ايدهي په مړينه غمرازي ښکاره کړې ده.

د برتانيې محافظه کاره ګوند غړې او پخوانۍ وزيرې سعيده وارثي هم په خپل ټويټر ايدهي سره خپل انځور خپور کړی او زياته کړې يې ده، چې نوموړي وږو ته ډوډۍ ورکوله، بې کوره ته يې کور ورکاو، لا وارثو او محرومو کسانو ته يې مينه او سرپناه ورکوله.

د پاکستان مشرانو جرګې مشر ميا رضا رباني د پاکستان رسمي تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې مولانا ايدهي څومره خدمتونه او کارونه کړي، حکومت نه دي کړي او نه يې کولای شي.

نوموړي وويل، چې عبدالستار ايدهي د نوبل جايزې تر ټولو ستر حقدار دی.

د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف د ايدهي په مړينه يوه ورځ او د سند ايالتي حکومت درې ورځې ماتم اعلان کړ او اعلان يې وکړ، چې د مولانا ايدهي د جنازې مراسم به په رسمي توګه ادا کيږي.

د ايدهي زوی فيصل ايدهي وايي، چې پلار به يې د کراچي ايدهي هديره کې خاورو ته سپارل کيږي او پنځه ويشت کاله وړاندې نوموړي خپل قبر ځانته په خپله جوړ کړی و.

مولانا ايدهي ۱۹۵۱م کې له يو درملتون څخه د ټولنيزو خدماتو پيل کړی و او اوس د پاکستان په څلورو واړو ايالتونو کې د امبولانس خدمات، د لاوارثو او بوډاګانو لپاره د ژغورنې مرکزونه او په نشه‌يي توکو د روږدو لپاره د درملنې مرکزونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fateh shana

مو لانا ایدهي په کراچۍ ، لاهور اونورو غټو ښارونو کې د حرامیانو( بې پلاره ماشومانو) راټولولوکې هم رغنده رول لوبول چې ( قتل نه کیجیي جولي مين ډالي) شعاریې ؤ ، خلکوبه حرامزادګان پکي اچول اوبیا به دوی وړل لوی به یې کړل نیمایي به یې دپاکستان فوج اونیمايي نوریې په امریکایانو خرڅول ،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x