دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۱برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اصحابو دریابونه مسخر کړل

حضرت قیس بن حجاج له خپل استاذ څخه نقل کوي چې کله حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه مصر فتح کړ؛ نو د عجمي میاشتو نه د (بونه) میاشتي پر پیل کېدو د مصر خلک هغه ته راغلل او ویې ویل چې امیر صاحب! چې زموږ د دې رودنیل یو عادت دی چې له هغه نه پرته دانه روانیږي، حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه ورڅخه پوښتنه وکړه چې هغه څه عادت دی؟ هغوی وویل: کله چې ددې میاشتي دولس شپې تیرې شي؛ نو موږ داسې پېغله نجلۍ لټوو، چې د خپل مور او پلار یوه لور وي، د هغې مور او پلار راضي کوو، هغې ته تر ټولو ښه کالي وراغوندو او په دې رودنیل کې یې غورځوو، حضرت عمرو رضی الله عنه وویل: دا کار خو په اسلام کې له سره کیدای نشي؛ ځکه چې اسلام مخکې ټولي غلطې طریقې ختمي کړي؛ نو د مصر خلک درې میاشتي (بونه، ابیب او مسري) مېشت وو او په مزه مزه د رودنیل اوبه بلکل ختمي شوې، داچې یې وکتل نو د مصر خلک د مصر پرېښودلو ته اړ شول، کله چې حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه دا ولیدل؛ نو امیرالمؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه ته یې یو لیک ولیکه، حضرت عمر رضی الله عنه ورته ولیکل  چې تا بلکل ښه وکړل، بې شکه چې اسلام مخکنۍ ټولې غلطې طریقې ختمې کړې، زه تاته یو خط لیکم، کله چې تاته زما خط درورسېده؛ نو ته زما دا خط ردونیل ته ور واچوه.

کله چې خط  حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه ته راوسېده؛ نو هغه خط یې خلاص کړ په هغه کې داسې لیکل شوي وو:

د الله جل جلاله بنده امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه له خوا د مصر د رود نیل په نوم.

امابعد: که چېري ته له خپلی خوا چلېږې، نو مه چلېږه! او که تا الله واحد قهار چلوي، نو موږ له الله واحد قهار نه سوال کوو چې هغه تا روان کړي.

حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه د صلیب له ورځې نه یوه ورځ مخکې دا خط رود نیل ته وغورځوه او د مصر خلکو له مصر نه د تلو تیاری کړي ؤ، ځکه چې د خلکو ټوله ګذاره، کښت او کرونده د رود نیل په اوبو سره ؤ، د صلیب ورځ سهار خلکو ولیدل چې په رود نیل کې ۱۶ زراع (شرعي ګزه) اوبه روانې دي، دغه ډول الله جل جلاله د مصر د خلکو دا خراب رسم ختم کړ.[1]

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په اصحابو زهرو اغېزه نه کول

حضرت ابوسفر رحمة الله علیه وايي چې حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه دفارس له والي سره مېلمه شو، خلکو ورته وویل چې له دې عجمي خلکو څخه ځان ساته، داسې نه چې دوی زهر درباندې وڅښي؛ هغه وفرمایل هغه زهر لږ ماته راوړئ، خلکو زهر راوړل، هغه زهرپه لاس کې واخیستل، بسم الله[2] یې وویله او ټول یې وڅښل، پر هغه زهرو هیڅ اغیزه ونکړه.[3]

دنبي کریم صلی الله علیه وسلم صحابي شراب په عسلو واړول

حضرت حثیمه رحمة الله علیه وايي چې حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه ته یو سړی راغی، له هغه سره د شرابو یو مشک ؤ، حضرت خالد رضی الله عنه دعاء وکړه چې ای الله! له دې نه عسل جوړکړئ، نو له هغو شرابو نه عسل جوړ شو.[4]

حضرت اُ م ایمن رضی الله عنها ته له اسمانه د اوبو ډکه سلواغه راښکته شوه

حضرت عثمان بن قاسم رحمة الله علیه وایي، چې حضرت اُم ایمن رضی الله عنها هجرت وکړ نو له روحاء نه مخکې پر منصرف پر هغې ماښام شو، ددې روژه وه، اوبه ورسره هم نه وې او له تندې یې بدحال ؤ، نو له اسمانه په سپینه رسۍ تړلې شوې له اوبو څخه ډکه سلواغه راښکته شوه، حضرت اُم ایمن رضی الله عنها تر هغه وخته پورې د سلواغې څخه اوبه وڅښلې، چې ترڅو په اوبو ښه سیرابه شوه، هغې به فرمایل: زه هیڅکله بیا نه یم تږې شوې، حال دا چې ما به په ګرمو ورځو کې روژې نیولې- له دې وروسته ما تنده نه پیژندله.[5]

دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په مبارکو ويښتانو باندې فتح لاسته راوړل

حضرت جعفر بن عبدالله حکم رحمة الله علیه وايي چې حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه د یرموک جنګ په ورځ خپله خولۍ ورکه وه، نو ملګرو ته یې وفرمایل دا ولټوئ! هغوی پیدا نکړه، بیایې وفرمایل: نوره یې هم ولټوئ! اخر یې پيداکړه، خلکو وکتل، نو هغه بلکل یوه زړه خولۍ وه؛ حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه وفرمایل چې یو ځل رسو ل الله صلی الله علیه وسلم عُمره وکړه بیا یې ويښتان وخریل، خلک د هغوی د ويښتانو د اخیستلو لپاره ور پرېوتل زه هم ور وړاندې شوم او د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دمبارک تندي ویښتان مې پورته کړل او په خولۍ کې مې کېښودل، کله به چې بیا په کوم جنګ کې شریکېدم او دا خولۍ به له ماسره وه؛ نو ما ته د الله جل جلال غیبي نصرت خامخا نصیب کیده.[6]

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته له اسمانه خواړه راغلل

حضرت سلمه بن نقیل رضی الله عنه وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ایا تاسو ته له اسمانه خوراک راښکته شوی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، بلې! ما بیا پوښتنه وکړه، چې آیا یو څه پاتې شو؟ ویې فرمایل هو! بیا مې پوښتنه وکړه، هغه څه شو؟ وې فرمایل هغه اسمان ته بیر ته پورته کړی شول.[7]

نور بیا…

[1] حیات الصحابه ټوک ۳ ، پاڼه: ۶۶۹/ اخرجه ابن عبدالحکیم فی فتوح مصروابوشیخ فی العظمة وابن عسکرکذافی منتخب الکنز(ج ۴ ص ۳۸۰) واخرجه الحافظ ابوالقاسم اللالکائی الطبری فی کتاب السنة عن قیس بن حجاج نحوه کمافی التفسیر لابن کثیر (ج ۳ ص ۴۶۴)

[2] په ځینو روایاتو کي راځي چي دا الفاظ یې ولوستل:( بسم الله الذی لایضرمع اسمه شیئ فی الارض ولا فی السمآء وهوالسمیع العلیم).

[3] حیات الصحابه ټوک ۳ پاڼه ۷۲۲/ اخرجه ابویعلی قال الهیثمی (ج ۹ ص ۳۵۰) رواه ابویعلی والطیرانی ، واخرجه ابونعیم فی الدلائل (ص ۱۵۹) عن ابی السفر نحوه وذکره فی الاصابة (ج ۱ ص ۳۱۳) عن ابی یعلی.

[4] حیات الصحابه ټوک ۳ پاڼه ۷۲۹/ اخرجه ابن ابی الدنیا باسناد صحیح کذا فی الاصابة (ج ۱ ص ۴۱۴) وهکذه فی البدایه ابن کثیر (ج۷ ص ۱۱۴)

[5] مخکنۍ حواله، پاڼه: ۶۸۷ ، اخرجه ابن سعد ج۸ ص ۲۲۴، الاصابة: ج۴ ص ۴۳۲

[6] حیات الصحابه ټوک ۳ پاڼه ۷۵۸/ اخرجه الطبرانی قال الهیثمی (ج ۹ ص ۳۴۹) رواه طبرانی وابو یعلی واخرجه الحاکم (ج ۳ ص ۲۹۹) واخرجه ابونعیم فی الدلائل (ص ۱۵۹)

[7] مخکنۍ حواله،ابن سعد ج۷ ص ۴۲۸، عن سلمة بن نقیل ایضاً من حدیث اشعث بن شعبة.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x