شعـــــرونه

غزل: بهار عيار

بهار عيار

محبته په مدار کې دې لا شته یم
لا د چا د نزاکت رنګونه وینم

مات ریحان یم د ظالمې غرمې غېږ کې
ړنګ وجود یمه تراخه دردونه وینم

ښه ! چې زه یې غوښتی نه یم په دعا کې
بیا نو ولې دا خوږه خوبونه وینم

ستا د پوزې مېخکي ته مخامخ يم
كه د ځوان سپرلي خواږه رنګونه وینم

ګني زه به اوس د ځان په بېلتون مړ وای
راپسې ډک له دعا لاسونه وینم

د عیار په راکتلو زه پوهېږم
زه یې سترګو کې پراته سوالونه وینم

بهار عیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x