
ځانګړې کرښې «لومړۍ برخه»
ټولونه او زياتونه : رسول اشنا
مينه : یو له بل سره مینه وکړئ خو مينه تر هغه يو شي پورې مه ځانګړې کوئ بلکې هغه د خپلو ارواګانو د ساحلونو تر مېنځ يو څپانده سمندر وبولی .
تېروتنه : هېڅکله له تېروتنو څخه پاک نه یم غږېدلی ځکه فکر او اند مې د مجرداتو له نړۍ او وینا می د اقتبا سله دنیاګۍ څخه سرچینه اخلي .
یادونه : یادونه د هیلو د کاروان د مخې خنډ دي .
عیب : د خلکو عیبونو ته پاملرنه زمونږ تر ټولو لوی عیب دی .
مېرمن : د يوې مېرمنې د پېژندلو له پاره د خندا پرمهال د هغې شونډو ته پام بس دی.
ترټولو غوره کسان : ترټولو غوره کسان له وګړو څخه تر ټولو لېرې کسان دي .
آند : کله چی احساس مړاوي شي په آند او فکر اوړي .
قلم : پاچاهي عصا یا لکړه ده خو لیکوال پاچاهان څومره کم دي .
درد : له مينې،درک او مسوليت سره درد یو ځای وي خو دا درد ډېر خوږ وي.
مرګ او ژوند : خوښي نېم ژوند او خواشینی نېم مرګ دی .
اړتیا : له اړتیا څخه لوړه شتمني نشته .
بېلتون : د محبت تر ټولو ژور اغېز یواځې د بېلتون په شېبه کې پېژندل کېږي.
بندیز : په مذهبونو کې ډار ، بندېز او مخنېوی له یوه بغاوت څخه زیان اړوونکی دی .
خوب : حیران یم چې له مرګ څخه په ډار خو خوب ته لیواله یو ، ځکه چې په خوب کې ښکلي ښکلي خوبونه وجود لري .
پند : هغه موړ څه ډول د کاڼي زړه لري چې وږي ته ده لوږې د درد د زغملو پند واېي ؟
وحيې : وحيې هغه ده چې د خپل وجود د کل په جز سره د کل یو جز وګوري .
ښکلي : ښکلی مو زنداني کوي خو ډېر ښکلي مو را څخه غلامان جوړوي .
غلامان : غلامان د پاچاهانو د پېغور داغونه دي .
کرکه : له هغه ټولنې څخه کرکه لرم چې ُتند یا اتلولي او نرمي ډار بولي ، له هغه چا څخه بېزار یم چې زیاتې خبرې ،پوهنه خاموشي ، ناپوهي او ظاهر جوړونه هنر ګڼی .
د بخښنې خوند : ځینې مې د امانت ادا کولو ته هڅوي تر څو د بخښنې له خوند څخه برخمن شي .
کېنه : د کېنه ګزو خاموشي ، بغاوت او پاڅون دی .