fbpx

د اتومي کيميا پروفيسر د بغداد په لارو کوڅو کې ليونی ګرځي

ژباړه: احمدالله احمدزی

په اسلامي نړۍ کې د سترو عقلونو دا حال دی، څوک چې هېواد او دين سره مينه لري او خپلو خلکو سره اخلاص او صداقت کوي او خپل ژوند له هر ډول مادي امتياز پرته د خپلو خلکو د خدمت لپاره وقف کوي حال به يې د دغه ليوني اتومي پروفيسر په څېر وي.

دوکتور حميد خلف العکيلي په اتومي کيميا کې دوکتورا لري او د کمبرج پوهنتون پروفيسر و. خپل هېواد او ولس سره د مينې له امله امريکا پر عراق د يرغل په لومړيو کلونو کې بندي کړ، په زندان کې يې د روحي او بدني تعذيبونو له امله خپل عقل له لاسه ورکړ او له هغې وروسته اوس په لارو کوڅو کې خيرن کالي، جړپړ وېښتان او په بد حال ګرځي.

نوموړي له خپل هېواد سره د مينې له امله په ناسا اداره کې له کار کولو انکار وکړ او ټينګار يې دا و، چې خپل هېواد او ولس ته خدمت وکړي او د پرمختګ پر لور يې سوق کړي، نو سزا يې دا شوه، چې څو کاله يې زندان کې تېر کړل او له ډېرو روحي او بدني تعذيبونو يې خپل عقل له لاسه ورکړ.

دغه عراقي پروفيسر د خپل شخصي امتياز په مقابل کې غوښتل، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي او د امريکا ټول مادي امتيازات يې په لغته ووهل، نوموړی اوس د بغداد په ورانو ويجاړو کوڅو کې لېونی، ببر سری او لوڅې پښې ګرځي.

سره له دې، چې پروفيسر عکيلي خپل عقل له لاسه ورکړی، مګر تر اوسه د کيميا زده کوونکي او محصلين ورته په سختو مسئلو کې رجوع کوي او پوښتنې ترې کوي. د ټول ليونتوب او ستونزمن ژوند سربېره يې خپل علم له لاسه نه دی ورکړی او کولای شي، چې په اسانه خپلو شاګردانو ته خپل علم ورسوي.

د عراق علمي حلقو له حکومته غوښتنه کړې، چې د دوکتور حميد خلف العکيلي درملنه وکړي تر څو بېرته صحتمند شي او د پروفيسر په توګه خپله دنده پر مخ بوځي.

همدا رنګه د عراقي پارلمان غړي هم پر حکومت غږ کړی، چې د عکيلي درملنه وکړي او د ژوند ټول بوج يې بايد حکومت پر غاړه واخلي.

زبيدي وايي، چې د اتومي کيميا پروفيسر د ناسا په اداره کې له دې امله کار ونه کړ، چې خپل هېواد سره يې مينه وه او د کيمبرج پوهنتون تدريس يې هم خوشې کړ او دلته په عراق کې د امريکايي ډيموکراسۍ په برکت زنداني شو، خپل عقل او ژوند يې له لاسه ورکړ.

باقر زبيدي ټينګار کوي، چې پروفيسر عکيلي بايد کوم بهرني هېواد ته د درملنې لپاره ولېږل شي، تر څو دی ښه صحتمند شي او يو ځل بيا هېواد او ولس ته خدمت وکړي.

په ټولنيزو شبکو کې د دوکتور عکيلي داسې انځورونه خپاره شوي، چې سيګريټ په لاس د بغداد په لارو کوڅو کې ليونی ګرځي او د کيميا ګڼ زده کوونکي وخت په وخت دوکتو عکيلي ته ورځي او د سختو پوښتنو او مسائلو حل ترې غواړي.

عراقي ولس له خپل حکومته غوښتنه کوي، چې دومره غلاوې او فسادونه يې کړي او ولې دغسې يوه ستره هستي کوم بهرني هېواد ته د درملنې لپاره نه لېږي، تر څو يو ځل بيا يې عقل ځای ته راشي او خپل ولس ته د خدمت جوګه شي.

دا يوازې دوکتور حميد خلف العکيلي نه دی، بلکې يوازې په اردن کې د کيميا، برېښنا او اتومي انرجي سلو دوکتورانو سره حکومت د دوښمنۍ چلند پيل کړی، له کاره يې ګوښه کړي او اړ دي، چې په لارو او کوڅو کې شات، شودې او مستې وپلوري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط احمدزی صاحب په فکر اوقلم دي برکت سه ، چي د مرګ په خوب ويده مسلمانان د اسلامي امت د خوار او زار حالت څخه خبرپوی ، او هڅه مو داده چي په خپلو ليکنو او ژباړو سره دا تيت او پرک او د ناخبری او غفلت د مرګ په خوب ويده امت. راويښ کړی. د ښکيلاک او پلان او نقشه هم داده چي اسلامي تمدن محوه او نابود کړي ، کتابتونونه او موزيمونو مو چور او تالان کړي ، پوهان مو يا د زندانونو زيم ناکي خوني وراسته او يا ددوکتور حميد خلف په… نور لوستل »

خقپال
میلمه
خقپال

د احمدزی صاحب لیکنی اموزنده په دی چه حقایق لیکی الله ج دی اجرونه ورکړی . زه به هم لږ څه ورسره زیات کړم آو هغه دا چه : اوسنی دجالی سیستم او نظام نوین ( د نوی نړی فرمان ) یا ماسونیزم ، ځانله د اسلامی نړی او د اسلامی فرهنګ او فرهنګ چلوونکو سره کرکه او دشمنی نه لری بلکه د ټول مظلوم بشریت سره په همدی دشمنی لری [ هغه څه چه تاسی یی د خپلو مټو په زور ګټی او یا د طبعیت د مهربانی لمن څخه یی ترلاسه کوی بی له دی چه مونږ باروت… نور لوستل »