افغانستان

امريکا دوه روسي ډيپلوماتان شړلي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ماسکو کې پر امريکايي ډيپلوماتانو د بريد په ځواب کې يې دوه روسي ډيپلوماتان د تېر جون پر ۱۷مه نېټه شړلي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي ويلي، چې تېره مياشت ماسکو کې د امريکا سفارت ته څېرمه روسي پوليسو پر امريکايي ډيپلوماتانو بريد کړی و او په غبرګون کې يې دوی هم دوه روسي ډيپلوماتان له خپل هېواده وشړل.

جان کربي زياتوي، چې روسي پوليسو هغه مهال پر امريکايي ډيپلوماتانو بريد وکړ، چې دوی ورته خپل هويت څرګند کړ.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخرووا وايي، چې دغه امريکايان د سي ای اې غړي وو او پوليسو ته يې خپل هويت نه څرګنداو.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړه، چې د سي ای اې د ايجنټانو سربېره دا بريدګر يا ترهګر هم کېدای شوی، نو ځکه ورسره پوليسو تريخ چلند کړی دی.

روسيې د امريکايي ډيپلوماتانو او روسي پوليسو ترمنځ د شخړې ويډيو هم خپره کړې ده.

شپږ مياشتې وړاندې هم امريکا ويلي و، چې روسيه کې د امريکايي ډيپلوماتانو د ځورولو پېښې ډېرې شوي او دې کار دوی اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x