شعـــــرونه

صدام ته د نوراجان بهیر شعر واورئ او ولولئ

saddamد لوى اختر په لومړى ورځ صدام اعدام شوى ؤ، په همدې ورځ ما يو نظم ګوټى وليكه، چې د هغه د ژوند او مرګ يو تت انځور پكې دى.(نوراجان بهیر)

دا نظم ښاغلي بهیر د هغه په عكسونو په ويډيويي بڼه هم جوړ كړى چې موږ یې تاسولوستونکو ته وړاندې کوو:

{youtube}t8w4eON1s0w{/youtube}

صدام ته !

د هغه د اعدام په ورځ

ځوان سرتېرى نرو برېتو كې موسكى  شو

چې د جنګ په يوه مورچل كې يې

ماشې له ګوتې وروړې

ïïïïïï

برېت غټوكى افسر بيا هغسې موسك شو

پر كږه خولۍ نښان يې ځلا وكړه

يو  كتار سرتيري يو ځاى سلامي شول

ïïïïïï

څو كتارو پوځي شوبلو توغنديو

څو زرګونو جنګياليو

يو ناڅاپه ټوله ځمكه كړه بدله

يوه پوخ ځوان ورسره توره كړه هسكه

دا وخت ټول غرور غرور ؤ

ïïïïïï

يوه مېرمن او درې واړه يې ترڅنګ ناست وو

پاچا ځوان  ښودو ځان، ږيره يې وه خرېيلي

خو د برېتو له تېز  رنګ يې ښكارېده چې

پر ځوانۍ به يې څو شپې وي تېرې شوي

ïïïïïï

پاچا كيڼ لاس ؤ د سټېج پر تښته ايښى

او د ښي لاس يوه ګوته يې

د نيمې نړۍ ګواښ ته په ځواب وه

ïïïïïï

د پاچا په ودانۍ كې

له څو سرو لمبو او تورو لوګو وروسته

په ټول ښار له سړي خورو حملو وروسته

هغه داسې چې نه توره ورسره وه

نه كږه  خولۍ پر سر، نه زرين تاج ؤ

زېړ زبېښلى، لاس تړلى

لويه سپينه توره ږيره راښكاره شو

ïïïïïï

پاچا بيا په  محكمه كې

يو لفظي غرور ښكاره كړ

د تكبير ګوته يې څو  ځلې كړه پورته

خو نه توره، نه كږه خولۍ، نه تاج ؤ

نه يې هغسې په ټول وطن  كې راج ؤ

تندر غږ  يې راويښ نه كړل خپل پوځونه

نه يې ګوتې په لړزه كړل، نور ملكونه

ïïïïïï

د اختر لومړۍ شېبې دي

د ورورۍ هوس په ټوله مسلمانه نړۍ حور دى

څو پټ مخو پاچا نېغ تر داره راوست

د پاچا په زړه كې سل زره خبرې

خو د لويې ناچارۍ دېوال ترې تاؤ دى

بس په پټه خوله يې غاړه

د زندۍ پړي ته وركړه

ïïïïïï

مور مې ژاړي، د بابا تندى مې تريو شو

ورور مې ماته حيران ګوري

زه يې وينم، زه يې آورم

ټلويزيون كې د (صدام) ژوند ته  كتنه!

نوراجان بهير

خوست- افغانستان

 

 

له تاندنه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx