په مینه او کرکه کې افراط

حامد افغان

د رسول الله ﷺ په یوه حدیث کې راغلي هغه فرمایي: خپل محبوب سره منځنۍ درجه یا درمیانه مینه کوه، کیدی شي یوه ورځ مو ترمنځ نفرت راشي او دښمن دې وګرځي. او له دښمن نه درمیانه کرکه کوه، کیدی شي یوه ورځ هغه ستا دوست وګرځي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ , قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَحْبِبْ حَبِيبَكَ هَوْنًا مَا عَسَى أَنْ يَكُونَ بَغِيضَكَ يَوْمًا مَا , وَأَبْغِضْ بَغِيضَكَ هَوْنًا مَا عَسَى أَنْ يَكُونَ حَبِيبَكَ يَوْمًا مَا. رواه الترمذي في الجامع و الطبراني في المعجم الأوسط.

رسول الله ﷺ په دې مبارک حدیث کې خپل امت په مینه او نفرت، محبت او دښمني کې؛ اعتدال او منځلاري ته هڅوي، او په مینه او کرکه کې یې له پولې اوښتلو، اسراف او افراط نه منعه کوي، امام ابن الأثیر رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې لیکي: أَحْبِبْ حَبِيبَكَ هَوْنًا مَا یعني له خپل محبوب سره په مینه کې افراط مه کوه، او په مینه او کرکه کې دښمني مه کوه، ځکه که یو وخت دې دوست دښمن وګرځي نو پښېمانه به شې او که دښمن دې دوست وګرځي شرمنده او ټیټ سترګی به شې. ( النهاية في غریب الحدیث) 5/284.

امام ابن العربي المالکي رحمه الله د دې حدیث په تفصیل کې وایي: زړونه د الله د قدرت په دوو ګوتو کې دي، کله دوست دښمن او دښمن دوست وګرځي، نو که دوست دې دښمن وګرځي پخپله زیاته مینه یا د میني په اسراف او افراط به پښېمانه وې او بل دا چې تا به د میني په مهال هغه ته اسرار او رازونه بیان کړي وي نو بیا به تاوان درته جوړ کړي.

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په یوه اثر کې راغلي دي، هغه خپل غلام اسلم ته وایي: په مینه کې تکلف مه کوه، او په کرکه سره خلک مه تلف کوه، اسلم ورته وویل: هغه څنګه؟ ده ورته وویل: یعني په مینه کې د ماشوم غوندې تکلف، زیادت او افراط کول، او په کرکه کې دومره زیاتوالی چې هغه تلف او ضایع کړې. عن زيد بن أسلم، عن أبيه، عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال: “لا يكن حبك كلفًا ولا بغضك تلفًا، فقلت: كيف ذاك؟! قال: إذا أحببتَ كَلفت كلَفَ الصبي، وإذا أبغضت أحببتَ لصاحبك التلَف”. أخرجه البخاري في الأدب المفرد رقم: (1322) .

زموږ ټولنه کې د افراط او اسراف ناروغي پریمانه ده، او لکه څنګه چې په مختلفو ځایونو او کارونو کې افراط کوو دارنګه په مینه او کرکه کې هم افراط کوو، موجوده وخت کې زه د میني او کرکې د افراط یوه بېلګه رااخلم، زموږ ټولنه کې داسې خلک شته چې علماو سره دښمني او هغوی نه کرکه لري، او له علماو سره مینه او محبت کوونکي هم پریمانه دي، اوس دلته دواړو لورو کې موږ افراط وینو، هغه چې کرکه کوي وایي علماو ټولې ستونزې رامنځته کړې دي، ملا دې له محرابه نه ښوري، ځیني یې سیاست کې د ګډون مخالفت کوي او د عالم دښمني د سیکولرزم ترپولو رسولې دي، او داسې نور افراط او اسراف چې تفصیل یې دلته مطلوب نه دی.

او د علماو پلویانو او علماو سره مینه کوونکو کې هم ځیني افراط او اسراف کوي، او دا افراط یې دې حد ته رسیدلی چې د “علماء سوء” او بېلارې ملایانو په اړه خلکو ته د هغوی تفصيلات بیانول هم خوند نه ورکوي. او دا خبره د صنف پالنې ترحده رسیدلې ده، یعني په نوم عالم ښه بولي او دفاع یې لازمي بولي. خو د میني دا ډول اسراف او افراط د علماو احمقانه دفاع ده، د ښه او بد عالم نه بېلول د علماو دښمنانو ته پخپل لاس لاسوندونه او دلایل په لاس ورکول دي.

داراز ځیني د علماو پلویان موږ وینو چې له یوه عالم یا لارښود سره یې مینه شي یا یې مرید شي، نو دا مینه د افراط او اسراف تر پولو ورسوي، هغه داسې چې یواځې د همدې عالم کړنې او خبرې اسلام بولي او د دې عالم مخالفت العیاذ بالله د اسلام مخالفت بولي، که همدې عالم څوک ښه باله هغه ښه بولي او که بد، هغه بد بولي. دا کار هم د علماو په مینه کې افراط او اسراف دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د