افغانستان

ناټو تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان جګړې د تمویل ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د ناټو مشرانو تېره ورځ پرېکړه کړې چې افغان ځواکونو ته به تر ۲۰۲۰ پورې هر کال یو بلیون ډالره ورکوي؛ تر څو هغه جګړه وغځوي کومه چې د بهرنیو ځواکونو لخوا په افغانستان کې پنځلس کاله مخکې پیل شوې ده.

د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي چې دا نه شي ویلی چې تر څه وخته به دا جګړه دوام ولري خو ژمنه کوي چې د یادې جګړې د پرمخ بیولو لپاره به افغان ځواکونو ته بلیونونه ډالره ورکوي.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په ۲۰۰۱ کال په افغانستان برید وکړ، د طالبانو واکمني یې راوپرځوله او د هیواد په کلیو او ښارونو کې یې د «ترهګرۍ» د ختمولو لپاره په پوځي عملیاتو لاس پورې کړ، خو د افغان پوځ تر روزنې وروسته نړیوالو ځواکونو په تدریج سره دغه جګړه د افغان ځواکونو غاړې ته واچوله او پخپله یې د تجهیز او تمویل دنده په غاړه واخیسته.

د پولینډ په پلازمینه وارسا کې د ناټو سرمشریزې په پای کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغان ځواکونو جنګي وړتیا وستایله خو زیاته یې کړه چې لا هم روزنې، تمویل او ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي په یو خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل:

«افغان ځواکونه ښه جګړه کوي، کله چې زه نوی ولسمشر شوی وم د هغه وخت په پرتله افغان ځواکونه اوس په جګړه کې ډیر غښتلي شوي دي، خو لا هم مرستې ته اړمن دي».

وروسته له هغه چې افغان ځواکونو له ناټو څخه د جګړې بار په خپلو اوږو اخیستی، په لیکو کې يې د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده. د رسمي احصائیو پر اساس یوازې تېر کال ۵۰۰۰ افغان پولیس او پوځیان په هیواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې وژل شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي چې ۱۰۰۰۰ یې امریکایان دي. بهرني پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ په هوايي بریدونو او د اړتیا په وخت کې په ځمکنیو عملیاتو کې ونډه اخلي.

د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو د شمېر او برخلیک په اړه واضحه څرګندونې ونه کړې او ویې ویل چې لا وختي دی چې تر ۲۰۱۷ کال وروسته د ناټو ځواکونو د شمېر په اړه څرګندونې وکړي، نوموړي زیاته کړه چې دا پرېکړه به تر اوړي وروسته په راتلونکي مني کې کوي.

ناټو افغان ځواکونو ته د یو بلیون ډالرو کلنۍ بودیجې د منلو په مقابل کې له افغان حکومت څخه ژمنه اخیستې چې فساد به ختموي او د بشري حقوقو څخه د سرغړونې په وړاندې به مبارزه کوي.

د یادونې وړ ده چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډ حکومت دواړو مشرانو هم ګډون کړی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

موږ خو په رسنيو کې يوازې تاسې ته سترګې وې چې بې پرې رسنی ده او داشغال په ضد د مسلمان ولس ذهن تنويروي خو اوس نو تاسې هم دې جګړې ته د ترهګری ضد جګړه وايئ ګيله به له چا وکړو
حسبنا الله ونعم الوکيل

خکومتیار

محمود صاحب ، د نن ټکی اسیا د پاڼی اوسیدونکی به هم د استعماری نفوذ لاندی سیمو کی هستوګنه او کاروبار لری ، که له ځانه د مجاهدینو نماینده ګان جوړ کړی ، بیا د دوی په پاڼه او حتی په دوی دمحشر ورڅ راوستلی شی ، پریږده چه ځانونه په څه ناڅه پیطرفۍ کی خوندی وساتی . د باطل ، حق او بین اړخونه تر دی افراطی شوی چه یو د بل سره تر اخری کچو کرکی او دشمنی لری د یوه بل رښتینی اخبار او معلوماتونه هم نه لولی او نه یی غوږ پاسی نو بین البینی خلک… نور لوستل »

رحمت الله

سلام عليكم ورحمة الله وبركاته گرانه وروره د ترهگری کلمه د قوس مینز کی ده دا د نام نهاده یعنی د پردیو په باور معنی لری.لمر په دوو گوتو نه پتیگی. و من الله توفيق

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x