fbpx

د انټرنټ زیاد استعمال د ناروغۍ لامل ګرځي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه ۱۳۹۵ل): په ایټالیا کې یوې نوې ترسره شوې څیړنې کې ثابته شوې چې د انټرنټ زیاد استعمال انسان د انفلوانزا، زکام او تبې په ناروغیو اخته کوي. څومره زیات چې یو کس پر لیکه وي په هماغه اندازه په دغو ناروغیو د اخته کیدو خطر به زیات وي.

دغې څیړنې کې چې د سوانسي او میلان په پوهنتونونو کې ترسره شوې ویل شوي چې د اوږدې مودې لپاره انټرنټ کارول د انسان جسمي او دفاعي سیسټم زیانمنوي.

په څیړنې کې ثابته شوې چې هغه کسان چې څو څو ساعتونه په انټرنټ کې په لټون بوخت وي په هغوي کې د انلفوانزا د ناروغۍ خطر ډیر زیات وي.

د دغې څیړنې ترسره کولو لپاره څیړوونکو د ۵۰۰ هغو کسانو چې عمرونه يي له ۱۸ کلونو څخه تر ۱۰۱ پورې و د ژوند طریقه تر څیړنې لاندې نیولی و.

له دغې جملې څخه ٪۴۰ کسانو ومنله چې د انټرنټ اعتیاد لري او د څیړوونکو په وینا د دغې ډلې په ۳۰ سلنه کسانو کې د انلفوانزا، زکام، تبه او د ناروغیو ځینې نور ډولونه زیات لیدل کیده.

څیړوونکو وویل چې دغه نښې هغه مهال انسان اغیزمنوي چې د انټرنټ کاروونکي د ویب پاڼو له بندولو وروسته د ذهني فشار ښکار کیږي.

دغه فشار په بدن کې د دفاعي نظام اغیزمنووونکی کورټیسول نومې هورمون د زیاتیدو لامل ګرځي.

څیړوونکي په دې اړه وویل چې هغه کسان چې ډیر زیات انټرنټ کاروي په هغوي کې د ذهني فشار، د خوب کموالی، یوازیتوب او ځینې نور عناصر چې پر بدن منفي اغیز کوي منځ ته راځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

دا بالکل حقیقت دی
داتول مرداری او چتلی باندی روږدی شوی دی دا دجالی دور دفتنو څخه دک دی دا تول شیان اصلا خراب او دانسانانو دپریشانی او بربادی لوی عامل دی