fbpx

پرویز خټک: افغان مهاجرین نور نه شو زغملی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر «پرویز خټک» افغان مهاجرین «لویه ستونزه» بللې او ویلي یې دي چې دغه ایالت نور د افغان مهاجرینو د شتون تاب نه لري.

نوموړي تېره ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل:

«د کورنیو چارو وزیر باید د راجسټر او غیر راجسټر مهاجرینو د بیرته ستنیدلو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغان مهاجرین د خپل هیواد په رغولو کې مثبته ونډه واخلي».

پرویز خټک وايي چې د قانون او نظام په برخه کې د ستونزو اساسي لامل د افغان مهاجرینو شتون دی.

هغه ویلي چې په اسلام اباد کې يې له افغان سفیر عمر زاخېلوال او همداراز د پاکستان د سرحداتو وزیر عبد القادر بلوچ سره دغه موضوع څېړلې چې څرنګه افغان مهاجرین په آبرومندانه توګه خپل هیواد ته ستانه شي.

پرویز خټک وايي چې یادو کسانو ورسره موافقه کړې، ترڅو یوه داسې مناسبه ستراتیژي جوړه شي چې له مخې یې د استوګنې د شپږ میاشتني تمدید وروسته افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

خو هغه افغانان چې لا هم راجسټر نه دي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر یې په اړه وايي چې په تورخم باندې د هغوی د اړولو لړۍ به د پخوا په څیر دوام ولري، ځکه چې په خبره یې، په خیبر پښتونخوا کې د دغو افغانانو شتون نه شي زغملی.

له بلې خوا په پیښور کې د افغان قونصلګرۍ د مهاجرینو ریاست خپل هیواد ته د افغانانو د هڅولو په موخه د «خپل وطن ګل وطن» تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی او په ټولو افغان مهاجرینو غږ کوي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د