افغانستان

امریکايي جنرال: د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې یو لوړ پوړی امریکايي جنرال وايي چې سږ کال د افغان ځواکونو په لیکو کې د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

جنرال جان نیکلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دغو تلفاتو زیاته برخه په هغو بریدونو کې رامینځته کیږي چې طالبان یې د افغان ځواکونو په پوستو او قرارګاوو ترسره کوي.

نوموړی تېره ورځ په مطبوعاتي کنفرانس کې د خبریال د دې پوښتنې، چې د پروسږکال په پرتله سږکال څومره افغان سرتیري وژل شوي دي، په ځواب کې وویل:

«سږ کال که څه هم افغان ځواکونو ډیرې لاسته راوړنې درلودلي دي، خو د سختو تلفاتو نه ډک کال دی». خو نوموړی د تلفاتو دقیقه شمېره په ډاګه نه کړه.

جنرال نیکلسن زیاته کړه چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او په وینا یې، طبیعي خبره ده چې په داسې حال کې تلفات ډیر اوړي.

د رسمي احصائیو له مخې په تېر ۲۰۱۵ کال کې ۵۰۰۰ افغان سرتیري وژل شوي او تر ۱۴۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

امریکايي جنرال جان نکلسن افغان ځواکونه وستایل چې په تلفاتو سربېره په دې توانیدلي چې لیکو ته نوي جنګیالي راجلب کړي.

نوموړي جنرال په خپلو خبرو کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو په مالي فعالیتونو کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د نوموړي تر وژل کیدو ورسته د طالبانو یو شمېر مالي سرچینو ته ضربه رسېدلې.

یاد امریکايي جنرال وویل چې د طالبانو د نوي مشر مولوي هبت الله اخندزاده په وړاندې د طالبانو په لیکو کې مخالفتونه موجود دي او په خبره یې، د طالبانو نوی مشر د ټولو طالبانو متفق علیه مشر نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x