افغانستان

مجاهد: هیواد کې د داعش موجودیت د اشغالګرو وسیله ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه ناسم وبلل چې ګویا د بدخشان د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د داعش جنګیالي پیدا شوي او د طالبانو سیمې یې نیولي دي.

ښاغلي مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې دا اوازې د «کابل ادارې تبلیغات» ګڼلي او ویلي یې دي چې یاده سیمه په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې ده. نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو پرته بل هیڅوک په یاده سیمه کې شتون نه لري او په خبره یې، نه هم داعش د داسې ګام اخیستو توان لري.

وړاندې د ولسي جرګې رئیس عبد الروف ابراهیمي او په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازو ویلي وه چې د داعش سلګونو جنګیالیو په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو سپین بیرغ کوز کړی او پرځای یې د داعش تور بیرغ هسک کړی.

خو د طالبانو ویاند سربېره پر دې چې دغه څرګندوي ردوي، په افغانستان کې د داعش مطرح کول یوه دسیسه بولي او زیاتوي:

«په هیواد کې د داعش د موجودیت موضوع د کابل ادارې، اشغالګرو او مغرضو جهتونو د پروپاګند وسیله ده چې غواړي د اشغال په غځولو کې ترې استفاده وکړي».

ښاغلي مجاهد هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د سیمې امنیت وګواښ او د هیوادوالو ژوند له خطر سره مخ کړي.

د طالبانو ویاند وايي چې د ننګرهار ولایت د سرحدي سیمو پرته د هیواد په بل هیڅ ځای کې داعش نه شي راپورته کیدی، چې په وینا یې، هلته هم د داعش پر وړاندې د دوی مبارزه روانه ده.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې ولس له داعش سره ځانګړی حساسیت لري او طالبان هم په هیواد او سیمه کې د داعش د پیدا کېدو پایلو او نتایجو ته متوجه دي.

په افغانستان کې د داعش د ظهور له لومړۍ ورځې څخه داسې داسې باورونه شته چې نوموړې ډله د افغان حکومت او بهرنيو استخباراتو یوه مرموزه پروژه ده.

وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د ملي امنیت پر شورا نیوکه کړې وه چې د داعش پر ضد مبارزې مخه نیسي. نوموړي په ټینګه ویلي وه چې کافي اسناد په واک کې لري چې له داعش څخه د ملي امنیت ملاتړ په ثبوت رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x