شعـــــرونه

غزل: قاري توريالی تائب

قاري توريالی تائب

د آهونو مې لښکرې درپسې شوې
زما اوښکې ملغلرې درپسې شوې

تا به وسیځي غلیمه! خیال دې ساته
دا وړې ـ وړې بڅرې درپسې شوې

د آهونو تاؤ یې ځي تر کهکشانـه
د یـتیـم ماتې وزرې درپسې شوې

د ګودر دنګه چیناره ورته نــــاڅـه
د پیغلوټو مو سندرې درپسې شوې

که زلمیو مو احساس له لاسه ورکړ
پیغلو واغوستلې زغرې درپسې شوې

“د تآئـب” د اسويـلو آزار دې واخیست
تړمې اوښکې مسافرې درپسې شوې

قاری توریالی تآئب
۱۴۳۷/۱۰/۴
س.حایل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x