شعـــــرونه

افسانې/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني 

غزل مې تاته دی لیکلی ستا به خوښ شي کنه
په زرین تورو مې پېیلی ستا به خوښ شي کنه

د زخمي زړه ترجماني مې پکې ټوله کړې
پټ مې دی ذهن کې ساتلی ستابه خوښ شي کنه

هغه د تېر وخت افسانې مې پکې ټولې راوړې
ورپسې ډېر یم ګرځېدلی ستا به خوښ شي کنه

شاعر خو نه یم چې مې شعر هر اړخیزه سم وي
خو ډېرو بیا هم یم منلی ستا به خوښ شي کنه

زه خو دې هر وخت کړم پوښتنه کله ته هم راشه
ګوره زموږ دی خړپړ کلی ستا به خوښ شي کنه

راشه چې درکړمه اشنا یو خامک کړی څادر
پخپلو ګوتو مې اوبدلی ستا به خوښ شي کنه

زړه او نا زړه مې درته راووړ ته یې لږ و ګوره
ځما په فکر خو دی ښکلی ستا به خوښ شي کنه

ته غزل بول یې دا غزل دې وي هم تاته ډالۍ
ستا (عرفاني) دی رالېږلی ستا به خوښ شي کنه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x