د هندواڼې په زړو کې هیښوونکې روغتیايي ګټې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): ډیر خلک د هندواڼو د خوړلو پر مهال زړي غورځوي، خو په دې نه پوهیږي چې د هندواڼو زړي د روغتیا لپاره څومره فایده لري.

د هندواڼو زړي هاضمه ښه کوي، د معدې التهاب او زیړي ناروغیو لپاره ګټور دي. سربېره پر دې، د هندواڼو زړي حافظه او ترکیز غښتلي کوي او پوستکی له کونځې کیدو څخه ژغوري.

د هندواڼو زړي د تشو بولو ډیرونکی خاصیت لري، له همدې کبله ډاکټران هغو ناروغانو ته د هندواڼو زړو د چای څښلو توصیه کوي چې په ګردو کې یې تیږي (ډبرې) وي او د ادرار ستونزه ولري.

د هندواڼو په زړو کې زیاته اندازه کلسیم، اوسپنه، پوتاشیم، مګنیزیم او A, B, C ویټامینونه شته، دغه راز «سیترولین» هم په کې شتون لري، چې د رګونو د بندېدو، لوړ فشار او د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې ګټور تمامیږي.

د هندواڼو له زړو څخه د استفادې لپاره غوره دا ده چې وټکول شي، میده شي او بیا په اوبو کې وایشول شي. د هندواڼو له زړو څخه د چای جوړولو طریقه دا ده چې د میده شوو زړو ۴ قاشوغې په ۲ لیتره اوبو کې د ۱۵ دقیقو لپاره وایشول شي. دغه دوه لیتره اوبه باید په دوه ورځو کې وڅښل شي.

د دغو اوبو د څښلو لپاره اړینه ده چې له هرو دوه ورځو وروسته په دریمه ورځ ونه څښل شي، بیا په څلورمه او پنځمه ورځ وڅښل شي او په شپږمه بیا پریښودل شي، یا په بل عبارت، تر هرو دوو ورځو وروسته په دریمه ورځ ونه څښل شي. دغه کار باید د څو اونیو لپاره دوام وکړي.

د دې لپاره چې د هندواڼو له زړو څخه په ژمي کې هم ګټه واخیستل شي، شونې ده چې په اوړي کې د هندواڼو زړي راغونډ او وچ کړل شي او د ژمي لپاره وساتل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د