استاذ محمد زمان مزمل

اختر او د مرګ د تجارانو حکومت

استاذ محمد زمان مزمل

د ظاهر خان د حکومت په وروستیو کلونو کې د لمر خاته خوا ته یو شهاب لرونکی ستوری را ښکاره شو او د خطر په اړه یې د وخت نجومیانو د پرګنو خوب و تښتاوه ولی د څو میاشتو په تیریدو د دې تور تونل مسیر د زمکیوالو اندیښنو او دعاګانو بدل کړ.

ولی د هغې ورځې نه چې د کودتایې او بیا جهادي او طالبي حکومتونو نحسه لړۍ په دې هیواد کې روانه شوی او په تدریج همدغو حکومتونو اول شوروي او بیا د الرو باران اورونکي امریکا افغانستان ته را وستل او د جان مکین د مترقي افکارو زیږنده حکومت دغه د وحدت ملي حکومت د افغانانو په نصیب شو ماته په سږني اختر کې د هاغه شهاب لرونکي ستوري بد شکون بیا را یاد شو.

او رښتیا چې راغلي سړي او پکې دغه وروستی حکومت چې د برانسیب او انتخاب بلکې د عمل او اجراءتو له مخې د یوه بیرته پاتې افریقایې ملت سوچ به یې و نه زغمي دغه حکومت پکې دا هیواد او د هغه تاریخ هومره مسخره کړ چې نن یې هغه مخامخ کمپاین کونکیو سیاسي کانکې وهي.

ماته د همدی اختر په مناسبت هغه کورنۍ ، کونډې او یتمیان سترګو ته دریږي چې ددغه حکومت لپاره د مجبورۍ پریمانه قرباني ورکوي.

ولی یتمیان او کونډې په سرکونو د خیرات لپاره دائمي حاضري ورکوي.

تاسې به په پروني اختر کې د اشرف غني دربار د ډاکټر عبدالله عبدالله دربار بلکې د هغه پروني او سیاسي لوبې نه د وتی کرزي دربار په خوښیو او نعمتونو باندې پوره او مامور لیدلی وي او د هغو معیوبینو او یتمیانو ژوند او اختر هم لږ سترګو ته ودروئ بیا فکر وکړی چې دا ملت په دغسی یو ذلت کې د کومې راتلونکې لپاره قرباني ورکوي؟؟؟

ډيری سطحي او له عقل لغړ فکر کوي چې په افغانستان کې د دوو ډاکټرانو حکومت دی او په دې انډو خر کې ډاکټران او ماستران تقسیم دي چا پکې د یوه ډاکټر لمن نیولې او چا پکې د بل او د ارګ او صدارت په لنډه جغرافیه کې د دغو تقسیم شویو غوا لنګه ده د چا پکې د عمه ځوي مقرزیږي او د چا پکې تره او د تورخم زخمیانو ته پکې ایله څلور زره افغانۍ ورکړل شوي او نور په میاشتو ، میاشتو د هغوی د دروازې په وړاندې خیره ، خیره ګوري چې نه یې جګړه په عزت پیل شوه او نه یې جګړه په عزت ودریدله .

داسې چې فکر وکړئ دا راغلي لړۍ حکومتونه او ډلې زیاتې د هماغه شهاب لرونکې ستوري نحسه لکۍ ده چې هیڅ دا ملت له دغو ژغورل کیږي نه.

ماته په همدی او د دې نامراده اختر په مناسبت د محمد ظاهر شاه د وحت د چغچران د کهت ځیلو اواره ګان را یاد شول او په همدې اختر کې هغه افغان مهاجرین هم را یاد شول چې هره ورځ او بیا په دی اختر کې د بل هیواد د پولیسو چوکې خوري او په تیرو پنځه لسو کلونو کې همدغو کابلي حکومتونو خپلو مخالفو پاکستاني حکمرانانو ته زارۍ کولې چې هغوی وطن ته په ستنیدو مه مجبوروي چې زمونږ وضیعت هغسی نه دی چې هغوی خوندي کړو.

د ظاهر شاه جکومت هغه مهال د صدارت معاون مرحوم صمد حامد چیغجران ته واستاوه او د ترجمان جریدي د هغه کاریکاتور نشر کړ چې صمد حامد پکې ایله د خلکو د شکایاتو او عریضو باندې بار کابل ته را روان و او پر دې یې تبصره کړي وه چې د حکومت اجراءات همدا و.

ښه مې په یاد دي چې مونږ مسلمانانو او سیکولرو ډلو د کابل په سرکونو باندې مظاهرې کولې او د ديرو مظاهره چیانو ستونې شکیدل او نارې یې وهلې چې ، اې ملته را پورته شئ ، اخر ددې سرک په غاړو د وږو دغه لاشونه نور د زغملو وړ نه دي.

نن د وحدت ملي په حکومت د هماغه مظاهره چیانو (مسلمانو او خلقیانو ) ډيری مشران وزیران دي ولی د ارګ په څنګ سره لاشونه د خلکو کورونو ته لیږي او له دې پرته یې بله وظیفه هم نشته او په دې اختر کې د هغوی د شرابو بوتلونه هم جذف نه دي ولی د جنګ د معیوبینو او کونډو رنډو ورځي او اختر وګورئ.
ایا دغه دربارونه او حکومت په دې ارزي چې پرګنی ورته قرباني ورکړي او ایا د دې حکومت مخالفین به دا هیواد د دغه روان حالت نه په رښتیا هم اوباسي؟!.

دا هم اوس حکومت شو چې اوه زره شیعه وطنوال مو د بشار په لښکر کې برتي شوي او د هغوی سره دي او دوی پکې د پاکستان نه ګیله کوي چې چنګیالي رالیږئ ، چې ایران اوه زره برتي کوي او ته پرې خبر هم نه یې او اعتراض هم پرې نه کوي پاکستان خو د د اول نه دا د اشر حکومت پیژندلی هر څه چې کوي په نرخ یې برابر کوي.

بیا هم ډاکټر اشرف غني ته به یې د کمپاین وعدې ور یادې وي چې د ناکامۍ په صورت کې د شپږو میاشتو وروسته د استعفاء وعدې ورکولې نن چې دا حکومت ان د کرزي حکومت څو واره زیات ناکام دی مشرانو ته یې پکار دي چې د ملت د امنیت او ښې راتلونکې په اړه د خپل ناکام حکومت په بدل کې خپله استعفاء ورکړي که په دې اړه له طالبانو نه الګو نه شي منلی نو د کامرون نه دې الګو ومني چې هغه د ملت پوښتنې په پای کې د پرنګیانو نظر د خپل سیاست مخالف ولیده نو سبا سهار یې استعفاء ورکړه.

مونږ په دې څلویښتو کلونو کې د خلقي ، پرچمي ، جهادي او طالبانو ټولو حکومتونو ماهیت درک کړ بلکې د دغو ډلو د مخکښانو ورته والی او کم ظرفي هر څه را لوڅ کړل په تیره دا وروستی خو پکې جان مکین هم نه مني او د روان وضیعت پړه ټوله په اوباما غورځوي د همدی ځایه هغه ورځ به کله وي چې سهار را پورته شو چې ډاکټرانو پکې د کامرون په تعقیب استعفاء ګانې ورکړي وي او د یوې مؤقتې دورې او د سولې لپاره واک خپلو معاونینو ته سپارلی وي او هغه ورځ به د دې ملت اخترونه پیل کیږي، په دې معنا چې د افغانانو حکمرانان هم نور په شرم پوهیږي.

د هغه عادي سرباز د کونډې او یتیمانو به څه اختر وي چې د یوه بوچۍ اوړو په لټه کې نه د طالب ټوپک د هغه نه خپله شپیلۍ وا ړوله او نه طالب پکې د هغه د عصر ستونزه درک کړه او نه هم هغه شرابي وزیر او والي په خپل خمار ژوند کې چې د بلا پروژو او عسکرو معاشونه یې حیف او میل کړل او نه هم د غو مستو لوړ رتبه بې باکو ته د هغوی یتیمان او کونډې ور یادې دي او یا یې اختر.

دا پکې ۱۵ اختر دی چې کال په کال پکې لکه لیونۍ بوړ بوړهکې را څرخې او هر کال پکې د شلو زرو نه زیاتو ورانو کورونو په درشل د ویر نوی سجل اخلي.
اختر خو د اشراف غنی، ډاکټر عبدالله، حضرت صاحب، استاد سیاف او کرزي غوندې مشرانو په کور کې د خندا ګانو او خوښیو لو ګډ کړی چې د هغوی اهل بیت زامن او لوڼې ټولې د هغه کمربندو په دننه کې د لاس ویګاس د رفاح ژوند لرې چې د کونړ او خوګیاڼیو هسکیرلی او غریبان دا ۱۵ کاله د هغوی پر شخصي امنیت لپاره ویني او سرونه ورکوي او د هغوی په کور کې هغه د ولز شهزاده په شان یو پیدا نه شو چې د خپلو اباګانو په شنو کمربندونو کې د غریبانو د بچیانو په شان جنګ لپاره سر او سینه د مردکیو په لیوني توپان کې د عیسایې دوستانو په شان د پلرونو دګناهونو د غفران وسیله کړي.

نه، د دوی بچیان په راغلیو بورسونو کې اول ځای او د فراغت وروسته په تشو او په ډکو پوستونو کې د سر ځایونه لري هغوی ځکه پکې د طالبانو ځړول غواړي چې دغسی بې مهابه او بې تکلیفه ژوند چې دوی یې لري ان جان مکین او جان کیري یې هم نلري.

ځکه خو امریکایان په خپلو سفرونو کې ډير کرته امریکایې قشلو او هوایې ډګرونو ته په راتلو د خطر ستونزه ګالي ولی افغاني مشران به په کوم اختر کې خپل وجدان ته مراجعه کوي او دواړو خواو د مړو قربانیانو د ورانو کورونو سوالګرو ماشومانو په خاطر د سولې صادقانه غږ پورته کوي څنګه چې له دې مخکې ډاکټر نجیب پورته کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د