نړۍ

کشمير کې د تاوتریخوالي له امله ۳۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): هندي کشمير کې د وړمې ورځې راهيسې، چې د بېلتونپالو مشر برهان واني ووژل شو، له هغې وروسته د پوليسو او خلکو ترمنځ اخ و ډب کې تر اوسه ۳۲ تنه وژل شوي دي.
د هندي پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ اخ و ډب کې۲۵۰ تنه ټپيان شوي، چې نږدې سل تنه پوليس او نيمه پوځيان دي.
حکومت د تاوتريخوالي سيمه کې پر ګرځېدو بنديز لګولی او د امنيت په موخه يې سيمې ته نور ځواکونه لېږلي، په عين حال کې يې په تيليفون او انټرنيټ هم بنديز لګولی دی.
د پوليسو او لاريونکوونکو ترمنځ نښتو کې تېره شپه پنځه تنه ووژل شول او پنځه ټپيانو د ټپونو له امله په رغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه د مظاهره‌ چيانو په ډزو کې يو پوليس هم وژل شوی دی.
د بشري حقونو ادارې وايي، چې روغتونونو کې د ټپيانو شمېر ډېر دی، پر مبايلونو او انټرنيټ د بنديزونو له امله حالات ډېر ترينګلي ښکاري.
د هند کورنيو چارو وزير راج نات سنګ تېره شپه رسنيو ته وويل، چې د کشمير پلازمېنې سرينګر ته يې نور تازه دمي ځواکونه لېږلي او هڅه کوي، چې حالات کنټرول کړي.
ځايي رسنۍ وايي، چې د حکومتي چارواکو د هڅو سربېره تر اوسه داسې نه ښکاري، چې حالات دې ژر کنټرول شي.
د هند کورنيو چارو وزارت د تاوتریخوالي له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې کشمير کې د هند پر ضد کرکه او د تاوتريخوالي پېښې مخ پر زياتېدو دي.
هندي چارواکي وايي، چې کشمير کې يې د امنيت په موخه نږدې څلور لکه پوځيان او پوليس ځای پر ځای کړي دي.
د هند کورنيو چارو وزارت د کشمير اعلی وزيرې محبوبه مفتي ته امر کړی، چې د لاريونونو د قابو کولو لپاره دې له وژونکو وسلو پرته له نورو لارو کار واخلي.
پوليسو ويلي، چې د لاريونونو او مظاهرو له امله دولتي ادارې او ښوونځي تړل شوي دي.
د کشمير بېلتونپال مشران يې ځينې بنديان کړي او ځينې يې په خپلو کورونو کې نظر بند کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x