ورزش

پرتګال په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د اروپا اتل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه د یورو جام ۲۰۱۶ سیالیو پایلوبه د پرتګال او فرانسې لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې دغې لوبې کې فرانسې د پرتګال په وړاندې په یو ګول ماتې وخوړه.

د یورو جام ۲۰۱۶ سیالیو پایلوبه د پاریس ښار په سینټ ډینس لوبغالۍ کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د لوبې د پیل په شیبو کې چټکه لوبه پیل کړه او پیاوړې حملې يي پیل کړې.

د لوبې په ۹مه دقیقه کې د فرانسې لوبډلې د ګول وهلو دوه غوره فرصتونه ترلاسه کړل خو د پرتګال د لوبډلې دروازه ساتوونکی د توپ له نیولو سره د سیالې لوبډلې هڅې ناکامې کړې.

د لوبې په ۲۴مه دقېقه کې د پرتګال د لوبډلې پیاوړی او پیژندل شوی لوبډل مشر کریسټیانو رونالډو ټپي شو او له لوبې څخه وویستل شو. د لوبې په لومړۍ نیمايي کې هیڅ ګول ترسره نشوه.

د لوبې دوهمې نیمايي کې دواړو لوبډلو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو د ګول په وهلو بریالي نشول. د فرانسې پیاوړی لوبغاړی ګریزمن هم دغې لوبې کې ښه ونه ځلید.

د لوبې دوهمه نیمايي هم ۰-۰ سره مساوي پای ته ورسیده. په اضافي وخت کې د پرتګال تازه دمه لوبغاړی ایډر چې نوی د لوبې ډګر ته دننه شوی و ښایسته ضربې ترسره کولو سره د خپلې لوبډلې لپاره یوازینی ګول ترسره کړه چې همدغه ګول پرتګال په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د دغې جام ګټوونکی کړ.

د یورو جام په تاریخ کې پرتګال لومړۍ لوبډله وه چې د دغو سیالیو په اضافي وخت کې ګول ترسره کولو سره لوبه وګټله. پرتګال د یورو جام له ۳۵ لوبو څخه وروسته د لومړۍ ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

په ۲۰۰۴ زیږیدیز کال کې د پرتګال لوبډلې د لومړی ځل لپاره د یورو جام پایلوبې ته لار موندلی و خو د یونان په وړاندې يي ۱-۰ سره ماتې خوړلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x