نن په انځورونو کي

امریکايي فوځي د افغانستان څخه تر هیرینو او بې کورۍ پوري – انځورونه د تبصرو سره

د ریګي کولبای (Reggy Colby) په نامه دغه امریکايي عسکر خپله کیسه داسي کوي.

زه د امریکا د نیو جرسي (New Jersey) ایالت د چیري هیل (Cherry Hill) ښار په اطرافو کي په یو درنې او ښې کورنۍ کي ۳۰ کاله مخکي وزیږېدم، مکتب ته لاړم او د فراغت وروسته د تعمیراتي انجینري لپاره په پوهنتون کي داخل سوم، مجبورا مي پوهنتون پرېښود، ولاړم فلوریدا ایالت ته، واده مي وکړ، او هلته میشت سوم، یوه لور مي هم پیدا سول، او ښه ژوند مي وو، خو په کال ۲۰۰۷ کي چي کله د امریکا فوځ کي داخل سوم، د هغه وروسته مي قسمت بدل سو، او هر څه سر چپه سول.

نوموړی وايي چي کله زه فوځ ته داخل سوم، نو ماته د توپ ویشتلو ټریننګ راکړه سو، او په همدې کي سپیشلسټ په توګه قبول سوم، او افغانستان ته واستول سوم، او هلته مي د ۲۰۰۹ څخه بیا تر ۲۰۱۰ پوري وخت تیر کړ، تر څو په ځمکه کي ښخ شوی ماین را باندي وچاودېد، په بدن کي می زیات شمېر د بم چرۍ ولاړې، او ټپي شوم، او د علاج په وخت کي په هیرینو پسي روږد شوم، او کله چي د فوځ چارواکي را باندي خبر شول چي زه په هیروینو روږد شوی یم، زه یې له فوځه وشړلم، او ښځي مي هم طلاق رانه واخیست، زما لور یی رانه بوتله، او اوس د کامډن (نیوجرسي ایالت) په ښار کي بی کوره ګرځم، او شپي تر پلونو لاندي زما غوندي د نورو بې کوره خلګو سره تیره وم.

دوه ورځي کیږي چي تازه د بندي خانې څخه خوشي شوی یم، په بندي خانه کي مي پوره یوه میاشت تیره کړه، ځکه چي وږی شوی وم، او کله چي مي د ځان د مړولو لپاره خوراک غلا کوه، خلګو ونیولم، او بیایی پولیس ته وسپارلم، هغوی یوه میاشت بندي کړم، او دادی اوس بیا تر پلونو لاندي شپي په لوږه او تنده کي صبا کوم.

نوموړی وایی چي کله بندي خانې ته ولاړم، نو هلته یې صفايي په زوره را باندي وکړه، او لږ یی شکل راته برابر کړ، کنه زه یی په کیسه کي نه وم.

د امریکا دغه پخوانی عسکر وایی چي اوس د سر پټولو ځای نه لرم، او تر پلونو لاندي مي د هیروینیانو او بی کوره خلګو سره ګوزاره ده

کله چي وړوکی وم، دغه ځایونو ته به مي کتل، او د ډار احساس به مي کوی، څه خبر وم، چي همدا به مي ځای سي.

د لوږي مي غلا کول، چي ونیول شولم، او د یوې میاشتي لپاره بندي خانې ته ولیږدول شولم، دوه ورځي کیږی چي د بنده را خلاص شوی یم.

ښځي می لور هم رانه بوتله، او طلاق یی رانه واخیست.

د شپې خپل د استوګني ځای (تر پول لاندي) ته روان دی..

نوموړی وایی، چي اوس می هر څوک وهي، ځکه چي وس یی را باندي رسیږي، خپل یو زخم ښکاره کوي، چیري چي د بیس بال په لرګي باندي ټکول شوی.

بیا به ورځ څرنګه تیریږي، او بیابه نس څرنګه مړیږي.. د ښار په کوڅو کي په خوراک په سی لوڅ لپړ ګرځي..

خپل هغه نښانونه خبریال ته ور ښکاره کوي، چي ده خپل د عسکري په وخت کي بدن وهل، او ځان ورته بهادر او غیرتي ښکارېده

هغه پوړۍ ښکاره کوي، په کوم کي چي دوی ته هیروین رسیږي..

خپل په لاس کي هغه ځای ښکاره کوي، چیري چي هیروین پچکارۍ کوي.

په کچرو کي ګرځي، تر څو د نس ډکولو لپاره څه ومومي، او تر ستوني تیر کړي.

نو چي دا حالات هم سړی شاعر نه کړي، نو به څه کړي.. خپل یو تازه شعر د خبریال سره شریکه وي.


——-

فداء جان

د نن ټکي آسیا بحث فورمونه

http://www.nunn.asia/forum/showthread.php/2490

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x