نظــر

دلته ډیرې وارساوې رسوا شوي دي

زخمي افغان

د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو ګډونوال د پولینډ په پایتخت وارسا کې راپنډ شوي. نړیوال مطبوعات یو ځل بیا د وارسا د

سرمشریزي، د وراسا توافقات، د وارسا کانفرانس او دې ته ورته عناوینو مصروف کړي دي، چې د سړي ذهن ته کټ

مټ د شلمې پیړۍ د وروستۍ نیمایي مطبوعاتي سرخطونه وریادوي.

د ختیځې اروپا تر ټولو وروسته پاتې هیواد پولینډ چې اوسیدونکي یي د اروپایانو په عُرف کې په احمقانو مشهور دي،

پلازمینه یي د شلمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې د اروپا تر ټولو یاد او مشهور پای تخت بلل کېده.په دې ښار کې په

۱۹۵۵ میلادي کې د کمونیستي نظریې درلودونکي هیوادونه سره را ټول شول او د وارسا پوځي تړون یي رامنځته کړ.

دغه پوځي اتحاد کابو نیمه پیړۍ د نړۍ یو له ځواکمنو قطبونو څخه شمیرل کیده،چې په نړیوال نظم کې يي مهم ځای او

اعتبار درلود. د وارسا تړون د سټالین،چاوسیسکو، برژنیف او میلاسوویچ په شان د خونړیو کمونیستو دکتاتورانو تړون

وو،چې نیمه پیړۍ یې تر نیمایي زیاته نړۍ د بشر تر پښو لاندې په سره تبۍ اړولې وه،ددې تړون په غوڅ ملاتړ شوروي

اتحاد په افغانستان برید وکړ او غوښتل یې ددې هیواد په لاندې کولو سره د وارسا د اغیز لمن تر بحرهند او منځني ختیځ

پورې وغځوي.

مګر الله تعالی چې همیشه یي لوی فرعونیان په خپل ضعیفو بندګانو رانسکور کړي، د وارسا رسوایي یې هم د افغان اولس

په لاس مقدره کړې وه، د وارسا خونړۍ تړون له هغه وروسته وشکېد او ونړېد کله یي چې مهم او اصلي غړی شوروي

اتحاد د افغانانو په لاس وځبل شو.

په ختیځه اروپا کې د وارساخېلو عبرتناکه رسوایي،او په ټوله سیمه کې د هغوی د دکتاتوریو نړیدل، په عبرتناکو مرګونو

سره وژل کیدل او د وارساتړون د رهبرانو د مجللو مجسمو یو په بل پسې نسکوریدل او کباړیدل د تاریخ هغه عبرتناک

څپرکی دی چې ښایي د فرعونیت د انجام سنجولو په برخه کې ترې ډیر څه زده کړای شي.

مګر چیرې دی هغه عقل چې د جبابروو له انجامه عبرت واخلي؟ دا دی وینو چې یو ځل بیا په هماغه وارسا کې معاصر

فرعونیان سره راټول شوي، او زموږ د مظلوم مؤمن اولس د محکومولو لپاره پلانونه جوړوي .

دلته هغه فیصلې نه یادوم چې وارساخیلو زما د مؤمن اولس د تسخیر په موخه تر خپل منځ کړي او بیا ورته په رسنیو کې

دم په دم هوا ورکول کیږي. خو هغوی چې د متعال رب جل جلاله په ځای د امریکا او ناټو له زور اغیزمن دي. د مکې په

ځای یي د هیلو قبله د پولینډ پلازمینه وارسا ټاکلې. هغوی ته وایم چې زما دا لیکنه په یاد ولرئ او باور وکړئ چې د نن

وارسا خېلو به هم د پرونیو په شان په عبرتناکه رسوایي محکوم وي.

ددې نړۍ د خلقت او د انسان د ابتلاء فلسفه همدا ده چې الله تعالی خپل مخلوق ته د خپل قدرت عجائب وروویني.که موږ

همداسې په الله تعالی مؤمن او متوکل واوسو، او د وارسا او ناټو په ځای یوازې الله تعالی مؤثر او متصرف حقیقي وبولو.نو

کله مو هم ددغو فرعونیانو دسیسې نه شي ماتولای.

زموږ د اولس د ایمان په وړاندې چې د کمونیستي بلاک سرسخته پوځونه په ګونډو شول، او د شمالي قطب وحشي یږانو په

دې هیواد کې د ځنګدن ترپکې ووهلې، نود شمالي اتلانتیک تړون هغه بي غیرته اروپایان به څه وکړای شي چې د شوروي

په وړاندې یي د نیغ کتلو جرأت هم نه درلود.

تاسو راځئ یو ځل بیا انتظار شو او وګورو چې الله تعالی د وارسا تړون خېل یو ځل بیا څرنګه د رسوایۍ او سرټیټۍ په

ګرداب کې غوپه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صديق الله مصطفى

ترڅو چى له افغانستان څخه امريكايان نه وى وتلى دسولى طمع وچى ونى ته دميوى کړنى غوندى ناشونى ده ،ګواکى چى وچه ونه ميوه نه کوى دافغانستان ملت همدا شانته مثال لرى بايد ووايو چى ولى ? که ددى خبرى اصلى مطلب ته راګرځو نو ستاسى پام به يوى لنډي ليکنى ته راواړوم امريکا هغه څوک ده چى يو خواته افغان ولس ته دسولى تلقين کوى اوبل خواته يي څنګ لورى دښمنان په شا ټکوى چى ستا يم اوستا يم نو که هر وخت امريکا دپاکستان او ايران په شمول وغواړى چى په افغانستان کى دى سوله راشى نو راتګ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x