نن په انځورونو کي

تاريخي او خطرناك پلونه

تاريخي او خطرناك پلونه

محيب رحمتي

پل د ژوند له ډېرو اړتياوو نه يوه مهمه اړتيا ده، چي د ا نسان په روزمره ژوند كي هره شېبه ورته اړتيا لرو، په نړۍ كي بې حسابه پلونه شتون لري، خو ځيني داسي پلونه هم سته چي د اسانتياوو تر څنګ خطرناك هم دي، چي كله سړى باندي تېرېږي او لاندي وګوري نو زړه يې لاړ سي، او د وهم يو څپه باندي راسي، دا پلونه د خپل لوړوالي له امله خطرناك نه دي، بلكه د خپل جوړښت له امله خطرناك نومول سوي دي، د دې پلونو ځيني نومونې درته وړاندي كوم، هيله ده چي د پام وړ مو وګرځي

1

The Immortal bridge- china

دا پل د چين د چينډون په ولايت كى دى، چي زرګونه كلونه زوړ دى، همدا وجه ده چي دا پل د تاريخي حيثيت خاوندي دى، دا پل له درو غټو-  غټو ډبرو جوړ سوى دى، چي د بنيادي جوړښت لپاره يې ځيني نوري وړې وړې ډبري  هم كارول سوې دي، هيڅوك نه پوهېږي چي دا پل به كله ړنګ سي، خو د خلكو د تېرېدو لپاره يوه لويه وسيله ده، چي د تل ژوندي پله په نامه يادېږي

2

The old bridge of konista- Greece

دا پول په يونان كي دى، د دې پل لاندي په منځنۍ برخه كي يې يوه غر غړه لګول شوې ده،د دې سيمي اوسېدونكي وايي، كله چي دا غرغړه وشرنګېږي، نو مطلب يې دا ده، چي هوا تېزه ده، په پله تېرېدل له خطرې سره تړلى ده، چي د كونيسټا د زوړ پله په نامه يادېږي

3

The Carrick –a- rede rope bridge- Ireland

دا پل په د ايرلېنډ په شمال كي دى، چي د رسيو په مرسته جوړ سوى دى، د دې پل اوږدوالى تقريبا 20 متره او لوړوالى يې 30 متره ده، دا پل د سيلانيانو لپاره ډېر په زړه پوري دى، دلته د په 2009 م كال كي 247000 سيلانيان راغلي و

4

Royal Gorge Bridge- Colorado

دا پل د كلوريډو ښار په كينن كي دى، دا پل له درياب څخه د 955 فټه په لوړوالى باندي جوړ سوى دى،  1260 فټه اوږدوالى او 18 فټه سور لري، چي د جورج شاهي په نامه يادېږي

5

Inca rope bridge- Inca Empire, Peru

دا پل هم د رسيو په مرسته جوړ سوى دى، چي Inca empire, Peru   كي موقيعت لري، د دې سيمي اوسېدونكي وايي، دا پل په طبيعي سپڼسو باندي جوړ سوى دى، چي له سبزيو څخه تر لاسه كيږي، او معنى يې نه شمېرل كېدونكي سپڼسي يا رسۍ  ده

6

Pulau Langkawi’s suspended bridge, Malaysia

اسكاى پل په مليشيا كي دى، دا پل له سمندر څخه 687 متره لوړ دى، دا پل په نړۍ كي د خلكو د پام وړ دى، دا پل 136 ګز اوږد او 2 ګزه اوږدوالى لري

7

Puente de Ojuela – Mexico

دا د مكسيكو ښار ډورنګو(  Durango) په شمال لوېديځ  كي دى، دا ښار د پيريانو په نامه هم يادېږي، چي وجه يې له دې ځاى څخه د معدنياتو ختمېدل دي، دلته ژوند اوس يوازي د دې پل په مرسته كيږي، چي په مرسته يې د ژوند مهم توكي راوړل كيږي

8

Hussaini hanging bridge – Pakistan

دا پل په پاكستان كي جوړ سوى دى، دا ده پاكستان په شمالي سيمو كي تر ټولو خطرناك پل دى، په دې سيمو كي تر اوسه پوري دا پل كارېږي، د دې پله لاندي برخه په تختو جوړه سوې ده، چي ځيني تختې يې اوس نسته، كله چي تېزه هوا سي په دې پله باندي تېرېدل له خطري خالي نه وي، خو بيا هم له ټولو خطرو سره سره خلك تر اوسه دا پل كاروي

9

Vitim River Bridge- Siberia

دا پل په سايبريا كي دى، چي د لرګو په مرسته جوړ سوى دى، په دې پله باندي موټر هم په اساني سره تېرېدلاى سي، دا پل په ويټيم رود  باندي جوړ سوى دى، چي 570 متره اوږد دى، په درې دقيقو كي سړى په تېرېدلاى سي، او په همدې نامه باندي يادېږي

10

Bryce Canyon’s Natural Bridge- utah, Us

دا پل د محتده ايالاتو په Utah  كي موقيعت لري، او دا يو طبيعي پل دى، چي د غرونو په مرسته جوړ سوى دى

په دې هيله چي د افغانستان حكومت هم داسي تاريخي ځايونو ته پاملرنه وكړئ، چي په جوړېدو سره به يې د افغانستان اقتصاد هم په پښو ودرېږي

محيب رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x