په ماشومانو د والدينو د اندېښنو او خواشينۍ اغېز

ژباړه: وږمه سعيد

ډاکټران په دې باور دي چې د امېدوارۍ په لومړيو مياشتو کې اندېښنې او خواشيني په جنين اغېز کوي او په هغوی کې د اوږدمهاله بدلون لامل کېدای شي. دوی وايي چې کېدای شي دا خفګان د هغوی څو نورو نسلونو ته هم انتقال شي.
د نيوروساینس مجلې د رپوټ په اساس په هغو ازموینو چې په موږکانو تر سره شوې دي؛ ښيي چې په نارينه موږکانو کې د عصبي فشار او ګډوډۍ نښې له بلوغ وروسته د هغوی نورو نسلونو ته لېږدېدلې دي. دا څېړنې د پنسلوانيا په پوهنتون کې تر سره شوې او پوهانو منلې ده چې له پيدایښت مخکې سټرس له جنين سره پاته کيږي او له زېږېدو او بلوغ وروسته د هغوی بچيانو او نورو نسلونو ته انتقالیږي.

د دې تر څنګ د لندن د کېنګز کالج نوې څېړنې ښيي چې له زېږېدو وروسته د مور او پلار چلند او د روزنې ډول هم په ماشومانو ډېر اغېز کوي او دا شونتيا شته چې د والدينو خفګان له دوی څخه د دوی بچيانو ته منتقل شي.

د خواشينۍ او روحي فشار ستونزه ډېره عامه ده او ښايي د نړۍ يو په دريمه برخه خلک په خپل ژوند کې له دې ستونزې سره مخ شي. دا ستونزه په عمومي ډول له یوولس کلنۍ وروسته ځان ښکاروي.

د کېنګز کالج د اعصابو او ارواپوهنې د علمونو څېړونکو د هم شکلو او توپير لرونکو غبرګونو ماشومانو په اړه څېړنه کړې او د هغې تر څنګ يې دا هم موندلې ده چې په ماشومانو کې د اندېښنو کورنی ژن خواشيني اعمال کوي او دا د هغوی له تربيې سره مخامخ اړيکه لري. په دې څېړنه کې د ۱۰۰۰ کورنيو همجنس غبرګوني لويان او ماشومان چې منځنی عمر يې ۴۵ کاله و؛ تر څېړنې لاندې نيول شوي.

څېړونکو وکړای شول چې د والدينو او د هغوی د بچيانو د اندېښنو او خفګان د علايمو پرتله وکړي او همدا شان د هغو همشکلو غبرګونو کسانو د خواشينۍ د علايمو او د هغوی له مور او پلار سره يې پرتله کړي چې له والدينو څخه يې د خواشينۍ د ژن ۵۰ سلنه تر لاسه کړې وه. دوی وموندله چې د غبرګونو کسانو اندېښنه د هغوی د نورو خویندو او وروڼو، او همزولو په پرتله مشابهت لری.

دا خبره ښيي چې د اندېښنو انتقال حتی له ژنتيکي اغېز پرته هم ممکن دی او ګډ ژوند د دې کار یو ستر محرک ګڼل کېدای شي.

د دې څېړنې د پایلو پر بنسټ پوهان اندېښمنو ميندو او پلرونو ته لارښوونه کوي چې له ارواپوهانو سره مشوره وکړي او د خپل خفګان او اندېښنو کچه راکمه کړي. په دې ډول به دوی وکولای شي چې له خپلو بچيانو سره د چلند په اړه پوه شي او د راتلونکو نسلونو له پاره به غوره بنسټ کيږي.

سرچينه: Psychiatry Magazine

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د