سامسنګ خپل نوی پیاوړی سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه ۱۳۹۵ل): سامسنګ کمپنۍ د ګلکسي ایس ۷ (Galaxy S7) او ګلکسي ایس ۷ ایج (Galaxy S7 Edge) له بریا وروسته د دغې لړۍ نوی سمارټ فون معرفي کړ. دغه سمارټ فون چې ګلکسي ایس ۷ ایکټیو (Galaxy S7 Active) نومول شوی تر ټولو کلک سمارټ فون دی.

سامسنګ کمپنۍ له ۲۰۱۳ زیږیدیز کال څخه پدیخوا د ګلکسي ایس لړۍ د سمارټ فونونو له وړاندې کولو څخه څو میاشتې وروسته د ایکټیو سمارټ فون وړاندې کول پیل کړی.

د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال ګلکسي ایس ۷ ایکټیو سمارټ فون باندې اوبه کوم ځانګړی اغیز نه لري او لویدلو په صورت کې هم نه ماتیږي.

د سامسنګ د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون د پخوانیو سمارټ فونونو په پرتله ډیر کلک دی او په کې خط نه کیدوونکی سکرین، فلزي فرېم، د ایس ۷ په پرتله غوره بیټرۍ او ځینې نورې ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي.

د دغه سمارټ فون ډسپلې او کامره تقریباً ګلکسي ایس ۷ ته ورته ده.

دغه سمارټ فون د عادي ګلکسي ایس ۷ په پرتله ډیر نری دی او یوازې ۰.۳۸ انچه پنډوالی لري او په لاس کې په محفوظ ډول نیول کیدو لپاره ربړ په کې کارول شوی.

د اضافي میموري کارډ قبلولو وړتیا لري او د ګوتې نښې سنسر يي په مرکزي بټن کې ځای پر ځای شوی. دغه دوه ځانګړتیاوې د دغې لړۍ په پخوانیو سمارټ فونونو کې شتون نه درلود.

دغه سمارټ فون د نیم ساعت لپاره په پنځه فوټ ژورو اوبو کې کیښودل کیدی شي او له پنځه فوټه لوړوالی څخه په غورځیدو نه خرابیږي.

په دغه سمارټ فون کې سنپ ډراګن ۸۲۰ ډوله پروسېسر کارول شوی او بیه يي ۸۰۰ ډالره ټاکل شوې. دغه سمارټ فون به له ټولو څخه وړاندې امریکا کې کاروونکو ته وړاندې کیږي.