fbpx

له اولادونو سره د بریالۍ اړیکې لپاره کلیدي ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

له اولادونو سره د مناسبې اړیکې ټینګول روزنیز مهارت دی . د اولادونو روزل په هغه صورت کې، چې د والدینو او اولادونو ترمنځ مناسبه اړیکه را منځته شي، یوه اغېزمنه او خوندوره چاره ده . د مناسبې اړیکې ټینګېدل په ځان باندې د اعتماد او دوه اړخیز درنښت د ډېرښت یو له لاملونو څخه دی . په دې لیکنه کې د والدینو او ماشوم ترمنځ د سمو اړیکو ځینې اصولو ته اشاره شوې ده، چې کولای شي روزنیز وي .
ـــ ستاسو زوی باید متوجه وي، چې تاسو د هغه له کارونو سره مینه لرئ او د اړتیا پر وخت به له هغه سره مرسته کوئ .

ـــ کله چې هغه غواړي له تاسو سره کومه موضوع شریکه کړي، نو ټلویزیون ګُل کړئ او مجله چې په لاس کې یې لرئ د مېز پرمخ کېږدئ او خپل ټول حواس مو د هغه په لور کړئ .

ـــ کله چې غواړي یوه مهمه موضوع بیان کړي، ټیلیفون ته له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړئ.

ـــ تر ټولو غوره وخت چې کولای شئ له خپل زوی سره اړیکه ټینګه کړئ، دا نو هغه وخت دی، چې له هغه سره یوازې یاستئ. د هغه رټل او یا له نورو سره یې پرتله کول، د هغه د کینه کښ کېدو سبب ګرځي .

ـــ هڅه وکړئ، چې له فزیکي پلوه په داسې ډول کېنئ او پورته شئ، چې ستاسو د زوی له قد سره متناسب وي؛ بیا له هغه سره خبرې وکړئ .

ـــ که چېرې د هغه له چلند څخه په غوسه یاستئ، صبر وکړئ، ترڅو غوسه مو سړه شي، له دې وروسته د موضوع په اړه ورسره خبرې وکړئ .

ـــ کله چې ستړي یاستئ د هغه خبرو ته غوږ نیول، ستاسو له پاره ستونزمن کېږي .

ـــ کله چې زوی مو د خبرو کولو په حال کې دی، په ډېرې ځیرکتیا او درنښت سره یې خبرو ته غوږ ونیسئ او د هغه د خبرو له پرېکولو څخه په کلکه ډډه وکړئ .

ـــ د رټونکو کلمو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړئ او له دا ډول جملو څخه لکه : (زه پوهېږم، ستا له پاره څه غوره دي ) ګټه واخلئ .

ـــ هغه ته ډاډ ورکړئ، سره له هغو کارونو چې ترسره کړي یې دي، ورسره مینه لرئ.

ـــ هغه دې ته وهڅوئ، ترڅو د خپلې خوشالۍ او خپګان احساس له تاسو سره شریک کړي.

ـــ غوره ده، خپله پوښتنه په ( څه شوي ؟ ) متمرکزه کړئ، تر دې چې په ( ولې ؟ ) له هغه څخه پوښتنه وکړئ .

ـــ له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو د خپلې ستونزې له پاره د حل لاره پیدا کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صديق الله مصطفى
میلمه
صديق الله مصطفى

داولاد سره په مينه ناسته ولاړه ددى سبب ګرځي چى هميشه هغه ستا محبت ته سينه پرانيزى او ته يي له وساتلاى شى او که ته هغه په داسى داسى الفاظو رټي چى دهغه لپاره ستا داخبرى سر خوږى وى نو ته هيڅکله هغى مرتبى ته نه شى رسيدلاى چى اولا د دى ستاسو خبرى په سم شانته واورى او عمل دى پرى وکړى هغوۍ دى دى ه وهڅوۍ چى مينه درسره وکړى اودهغو دمينى لارى بيلا بيلى دى