fbpx

الزایمر یا د هیریدو ناروغي

ژباړه: سیال یوسفي

الزایمر ناروغي چې په انګریزي ورته Alzheimer’s Disease وایي، لنډ نوم یې الزایمر دی. دا ناروغي په لومړي ځل یو الماني ارواپوه آلویز الزایمر په ۱۹۰۶ کال کې نړۍ ته ور و پیژندله، چې وروسته بیا د الزایمر په نوم ونومول شوه، دې ارواپوه پر یوه ښځینه۵۰ کلن ناروغ باندې ازمایښت کاوه چې آګوست دتر نومیده، آلویز له دې ناروغ سره له بستر کیدو څخه په فرانکفورت ښار کې د هغې تر مرګه په ۱۹۰۶ کې، مرسته او درملنه کوله. دا ناروغي ډيری مهال له ۶۵ کلونو څخه په لوړو عمرونو کې راڅرګندیږي خو ښایي چې کمزوری الزایمر له دې عمر څخه په کمو عمر لرونکو وګړو کې هم ولیدل شي، په ۲۰۰۶ کال کې په نړۍ کې ۲۶،۶ میلیونه وګړي پدې ناروغۍ اخته ول او داسې وړاندوینه کیږي چې په ۲۰۵۰ کال کې به له هرو ۸۵ وګړو څخه یو پر همدې ناروغۍ اخته اوسي.  الزایمر یو ډول مغزي اختلال دی چې انسان پکې په تدریجي ډول خپله ذهني وړتیا له لاسه ورکوي او ددې د را څرګندیدو لویه نښه د حافظې کمزوري کیدا دي، دا کمزورتیا ورو ورو را منځ ته کیږي او پرمختګ کوي، یا په ساده ژبه پدې ناروغۍ کې انسان هیرجن کيږي.  لومړی خو نژدې واقعات او پیښې هیریږي او بیا وروسته پخوانۍ خاطرې او یادونه هم د انسان له حافظې پاکیږي. له ناروغ څخه هغه پوښتنې هم هیریږي چې یو څو شیبې مخکې مو ترې پوښتلي وي، او په دویم دريم ځل د هماغه پوښتنو په اړه سوالونه کوي، ناروغ خپل شیان ورکوي او نه پوهیږي چې چېرته یې ایښي، چاته یې ورکړي او چیرته ترې ورک دي، د پير او پلور پر مهال ترې هیر وي چې پیسې یې ورکړي یا پیسې اخیستي او که نه، ناروغ  ته په تدریجي ډول د خپلو ملګرو، خپلوانو او ااشنایانو په پیژندلو او د هغوی په نوم اخیستلو کې  ستونزه پیدا کیږي، ناروغ ورو ورو د لارو د هیریدو له ستونزې سره هم مخ کیږي او که یوازې له کوره ووځي نو ښايي بیرته پخپله په یوازې ځا ن کور ته راستون نشي، د ناروغۍ په شدیدو پړاونو کې له ناروغ څخه حتی د خپل کور، د خوب کوټه، پخلنځی، تشناب او… هم هیریږي او د خپل کور دننه د ځایونو پیدا کول هم ورته ستونزمن کیږي. دا ذهني اختلال ښایي د ټولنیزو او شخصي ناروغیو او ستونزو سبب هم شي او په پایله کې د عصبي فشار، قهر یا غوصې او جنګ جګړو سبب شي.

بله ستونزه چې دا د عقل زوال یا الزایمر ناروغي یې پيدا کوي ویره او وحشت دی، د بیلګې په ډول، ناروغ فکر کوي چې میرمن یا څښتن یې ورسره خیانت کوي یا فکر کوي چې ګاونډیان یا ملګري یې غواړي ده ته ضرر و رسوي یا ورته د کومې دسیسې یا توطیې جوړولو په حال کې دي، ښايي ناروغ د خپلو اولادونو پر وړاندې بدبینه وه اوسي، ځينې وختونه ناروغ خپل وفات شوي مور او پلار ویني یا هغه خلک یې د سترګو مخ ته انځوریږي چې شتون نه لري. ناروغ د ناروغۍ په شدیدو پړاونو کې ښايی په ډیرو عادي او وړو کارونو کې مرستې ته اړتیا پیدا کړي، لکه: تشناب ته تګ د ادرار کنټرول او اداره کول، مخ او لاس مینځل، په خبرو کې د کلمو او لغتونو هیریدل چې په پای کې ناروغ هڅه کوي چې لږې خبرې وکړي او ورو ورو له خلکو څخه ګوښه او له ټولنیز ژوند څخه لاس په سر شي. ددې ناروغۍ په لا پرمختللو مواردو کې ناروغ حتی خپل ورځني کارونه هم نشي ترسره کولی یا ځینې وخت ښايی داسې کړنې ترسره کړي چې خطر ورته پیښ کړي، ناروغ خپل حرکتي وړتیا هم له لاسه ورکوي او خپل تعادل نشي ساتلی او په ځمکه غورځيږي.

الزایمر ناروغي د عقل د زوال یا له منځه تګ تر ټولو مشهور ډول دی، چې ډیری وخت د ژوند په وروستیو کې په انسان کې را څرګندیږي او انسان په ذهني فشار، د وخت د نه تشخیص، د خلکو د نه پیژندلو او د خبرو د هیریدلو په ستونزو اخته کوي او په پایله کې د ټولنې څخه د ګوښه او څنګ ته کیدو او په تدریجي ډول د تنفسي نارامۍ په علت د مرګ سبب ګرځي، ناروغ ددې علایمو د راڅرګندیدلو پنځه یا لس کاله وروسته مړ کیږي خو دا ناروغي له علایمو د راڅرګندیدلو څخه نږدې شل کاله مخکې د ناروغ په وجود کې را منځ ته شوي وي. د الزایمر نړیواله ورځ ۲۱ د سپټمبر ده او هر کال په بیلابیلو هیوادونو کې په بیلابیل ډول لمانځل کیږي.

پنځه سلنه له ۶۵ کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي وګړي پر متوسط او شدید الزایمر اخته دي او له لسو څخه تر پنځلس سلنه له ۶۵ کلونو څخه د کم عمر خاوندان له کمزوري الزایمر یا خفیف الزایمر څخه رنځ وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د