fbpx

ايا د ناټو د ماموریت غځول به د افغانانو ستونزې حل کړي ؟!

نن ټکی اسياـ سرمقاله

د پولینډ په پلازمینې وارسا کې د ناټو تړون غړیو هیوادونو په افغانستان کې د روزنې ماموريت تر يوه کال پورې تمدید او تر ۲۰۲۰ کال پوري یې د افغان امنیتي ځواکونو کلنی ۵ میلیارد ډالریز تمویل هم پرغاړه واخیست.

اوس مهال ناټو تړون په افغانستان كې نژدې ۱۳۰۰۰ پوځیان لري، چې ډیری برخه یې د افغان پوځ په روزنه او هغو ته په سلا مشورو په ورکولو بوخت دي.

سره له دې چې د ملي یووالي حکومت چارواکي په افغانستان کې د ناټوځواکونو د پوځي ماموریت یوکلن تمدید لویه لاسته راوړنه بولي ، خو په تیرو ۱۵ کلونو کې دلته د یاد تړون پوځي فعالیتونو ته په کتو سره چې تر اوس مهال يې هم د پوځیانو شمیر زیات و او هم مالي تمویل، مګر د افغانانو لپاره یې له نا امني او بي ثباتي پرته بله کومه ګټه نه لرله.

هغه وخت هم مونږ د پلازمینې کابل په شمول په ټول هیواد کې د ګډوډۍ او نا امنۍ شاهدان او په دولتي سیسټم کې ادارې فساد، له بشري حقونو څخه تخلف او د عامه شتمنیو چورتالان خپل اوج ته رسیدلی اوس چې هغوی د یوه کال لپاره نور خپل پوځي ماموریت تمدید کړ بیا هم هیڅ داسې تضمین نه شته چې جګړه او بي ثباتي دې ختمه او د دوی له لوري کلنی ۵ میلیارد ډالریزه لګښت دي له خیالي پولیسو او نورو خیالي تشکیلاتو پرته د امنیت د تأمین په برخه کې ولګول شي.

د افغانستان په اړه په بروکسل، برلین، لندن او نورو جوړ شویو غونډو کې له کابل سره د نړیوالې ټولنې مرستې ټولې په دولتي سیسټم کې د فساد په له منځه وړلو او شفافیت پوري مشروطې کړل شوې ، خو د هرې غونډې تر پایته رسیدو وروسته نه دا چې اداري فساد کنټرول شوی نه دی؛ بلکې پرشته فساد سربیره د حکومت په بیلابیلو برخو کې نور مالي او ادارې فضیحتونه رامنځته شوي چې په ښې حکومت ولي کي د ولسمشر د سلاکار ښاغلي احمد ضیاء مسعود په ملتیا د محکوم خلیل الله فیروزي لخوا د زیرک ښارګوټي افتتاح او په هلمند کې د لسګونو زره خیالي پولیسو تشکیلات يې یوه بیلګه ده.

هغه څه چې افغانان ورته په اوسنیو شرائطو کې اشد ضرورت لري هغه د جګړې او دهغې د عوامولو له منځه وړل دي ، نه د
هغوی په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو ډیرول او پاتي کول.

ځکه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د جګړې اساسي عامل دی او د هغوی په پاتي کیدو سره به خامخا جګړې او نا امنۍ زیاتیږي او افغانان به د ستونزو د هواري په ځای د ستونزو له ډیریدو سره مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د