نظــر

رسنیزه جګړه/ حمیدالله عزت

د اوسنۍ نړۍ سیاست په رقابت استوار دی او حتمي ده چې سیالۍ به د یو په ګټه او د بل په تاوان تمامیږي. انسان له پخوا د قدرت د لاسته راوړلو په هڅه کې و او دی؛ خو دا کار کله د زور او ځواک له لارې او کله هم د ژبې اوقلم له لارې شوی.

د مټ په زور د قدرت لاسته راوړل هماغه فزیکي جګړې دي، چې په سلګونو اوزرګونو انسانان به پکې مړه او ژوبلېدل؛ خو د ژبې او قلم په واسطه واک ترلاسه کول بیا کاملا بېله موضوع ده ،چې دلته پرې غږیږو

د قدرت دا ډول ترلاسه کول ترهغه څو چنده خطرناک دی چې د وینو ویالې پکې بهول کېدې؛ ځکه په فزیکي او عسکري جګړه کې یو نسل ته ځاني او مالي تاوانونه اوړي مګر د ژبې اوقلم جګړه بیا د څو نسلونو ارزښتونه تروړي. د ژبې او قلم جګړه په حقیقت کې رواني جنګ دی چې ملتونه له معنوي اړخه ځپي. موږ په ټوله رواني جګړه بحث نه کوو بلکه یو مهم اړخ یې چې هغه رسنیزه جګړه ده څېړو:

لیکوال حمیدالله عزت
لیکوال حمیدالله عزت

دا چې رسنیزه جګړه د رواني جګړې یوه لویه او خورا مهمه برخه ده نو لومړی به رواني جګړه وپېژنو:

څېړندوی غفور لېوال د رواني جګړې په اړه لیکي: « رواني جنګ دیوه هېواد، دولت یاسازمان دهغو کړنو مجموعه ده، چې په پایله کې یې دیوه بل هېواد، ولس یا بهرنیو خلکو پرعامه افکارو، باورونو او چارچلند باندې د ټاکلیو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نفوذ او اغیز پریباسي. رواني جنګ د نرم ځواک په وسیله په ذهني او مجازي نړۍ کې د تودې او پوځي جګړې تداوم دی».

رسنیزه جګړه هم پورته مفهوم ته په کتو هغه جګړه ده چې د رسنیو له لورې د یوې ټولنې د معنوي شتمنیو د تروړلو په موخه پیلیږي. دغه جګړه له آره یوه استخباراتي جګړه ده چې د ملتونو دین، کلتور، باورونه، ارزښتونه او ټولنپوهنه تر برید لاندي راولي.

دې جګړې ته د پټې جګړې، نرمې جګړې اوسړې جګړې اصطلاح ګانې هم کارول کېږي.لکه له نوم نه یې چې ښکاري دا جګړه د رسنیو پرمټ پرمخ بیوله کېږي او د رواني جنګ یوه تر ټولو لویه برخه ده . رسنیزه جګړه هم د فزیکي جګړې په څېر خپل وسایل لري.په رسنیزه جګړه د ښې پوهیدنې لپاره یې لومړی له نظامي یا فزیکي جګړې سره پرتله کوو:

په فزیکې جګړه کې د ټانکونو، توپونو او طیارو نه کار اخستل کېږي؛ خو د رسنیزې جګړې وسایل بیا ټولییزې او ټولنیزي رسنۍ دي.

رسنيزه جګړه پر راډیو، تلویزیون او چاپي رسنیو سربېره د انټرنیټي شبکو له لارې هم کیږي.

فزیکي جنګ مجهزعسکري پرسونل، زیاته بودیجه او زیاتې قربانۍ غواړي خو رسنیز جنګ پرته له ځاني تلفاتو د نظامي جنګ پرتله کمې پیسې غواړي.نظامي جګړه یوه ټولنه له مادي اړخه ځپي خو رسنیزه جګړه د مقابل لوري فرهنګ، معتقدات، باورونه ،رسوم او رواجونه له منځه وړي.

د نویو باورونو رامنځته کول او خلک د ټولنې پر ارزښتونو شکمن کول د رسنیزې جګړې له لویو موخو ګڼل کېږي. په عامه افکارو کې نفوذ او د هغوی ګمراه کول ، د شخصیتونو ترور، د ټولنې د نخبه ګانو او ډلو تر منځ نفاق او تضاد رامنځته کول د رسنیزې جګړې نورې موخې دي.

په رسنیزه جګړه کې هڅه کېږي تر څو له رسنیو داسې مواد خپاره شي چې د رسنیزو جګړه مارو په وړاندې د خلکو ذهنونه داسې اماده کړي چې هیڅکله ددوی د اشتباهاتو او نادودو په اړه غبرګون و نه ښیي. رسنیزه جګړه د نظامونو او حکومتونو په را پرځولو کې تر ټولو اغېزناکه، اسانه او کم لګښته تمامېدای شي او دا ځکه چې په دې جګړه کې د خلکو پر ذهنونو باندې کار کېږي، کله چې ذهن د کوم عمل کولو ته اماده شي طبعي ده چې جدي غبرګون به ښیي.

د شاه امان الله خان په اړه ویل کېږي چې لومړی د دیني عالمانو له خوا خلکو ته د نظام د را پرځولو ذهنیت ورکړل شو او وروسته بیا خلک پسې را پورته شول او نظام یې ړنګ کړ.استعمارګران له دین او کلتور نه د ملتونو د لیرې کولو لپاره ډول ډول تکتیکونه کاروي تر څو خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.

د رسنیو له لارې داسې مواد خپروي چې د ټولنې له فرهنګ،عنعناتو او دود و دستور سره په ټکر کې وي.په افغانستان کې چې د رسنیو بازار ښه ګرم دی ورسره د رسنیزې جګړې ډګر هم تود روان دی.موږ یې د ځینو رسنیو د خپرونو څو بیلګې را اخلو چې دا خپله د رسنیزې جګړې ژوندي مثالونه دي.

دغه خپرونې نه یوازې دا چې زموږ کلتور او فرهنګ داغي بلکه زموږ دټولنې اخلاقي اړخ یې هم تر برید لانې راوستی دی.

ـــ ستاره افغان خپرونه چې زموږ له دیني او ملي ارزښتونو سره کاملا په ټکر کې ده.

ـــ د یک تلویزیون (شبخند) خپرونه چې ټول اخلاقي معیارونه پکې تر پښو لاندې کېږي.

ـــ د طلوع تلویزیون ( لحظه به لحظه) خپرونه.

ـــ د خورشید تلویزیون ( کلید طلایی) خپرونه.

ـــ د خورشید تلویزیون د ( نقطه جوش) خپرونه.

ـــ د ارزو تلویزیون د ( دو جاسوس) خپرونه.

ـــ د نورین تلویزیون د ( تلک) خپرونه.

ـــ د ارمان راډیو د ( شب عاشقان) خپرونه.

ـــ د اریانا راډیو ( ……. ) خپرونه.

همدارنګه دې ته ورته پروګرامونه له ډیریو محلي راډیوګانو اوریدل کیږي چې ټول وخت یې موسیقي ته وقف کړی وي او د مبتذلو شعرونو زمزمې خو لا پرځای پریږده چې د بې تربیته انجونو له خوا پکې نورې ناکجاتې اورول کېږي.

د رسنیزې جګړې د ګرمولو لپاره یوه بله اغېزناکه لاره د غیراخلاقي او وخت وژونکو سریالونو خپرول دي چې د ټولنې په تیره بیا ځوان کهول د بې لارې کولو لپاره خورا اسانه چاره ده. بېلګه یې زموږ په رسنیو کې روان پردي سریالونه دي چې محتوا یې په جنګ، عیاشۍ ، بربنډتوت او د بدمعاشي په تاکتیکونو را څرخي. ځینې رسنۍ د جزوي مسایلو په اړه اطلاعات او معلومات ورکوي تر څو خلک له اصلي مسایلو واړوي او په فرعي مسایلو یې مصروف وساتي. د ځینو سیاسي خپرونو جوړول او د ورځنیو مسایلو په اړه د ګردي میزونو جوړول او بیا داسې خلک پکې غږول، چې خلک په لسو لارو رهبري کوي هم په دې اړوند بې هدفه نه شو کڼلی.

ددې لپاره چې د رسنیزې جګړې مخنیوی وکړو څه په کار دي؟

ــ پردۍ رسنۍ دې و پیژندل شي او د نشراتو جوازنامې دې ترې واخیستل شي.

ــ د رسنیو مالي سرچینې دې معلومې او له غیرقانوني لارو دې پیسې پرې بندې شي.

ــ رسنیز قوانین دې پلي شي تر څو د رسنیزو سرغړونو مخه ونیول شي.

ــ په قانوني ډول د رسنیو پر کنټرول سربېره دې رسنیو ته سرې کرښې مشخصې او ور وپېژندل شي.

ــ پر رسنیو د څار کمیټه دې د ټولو رسنیو له نشراتو څارنه وکړي.

د یوه خپلواک، غښتلي او افغاني رسنیز بهیر د غوړېدا په هیله !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام ربانى

ټول پورګرامونه

مجاهد او خپلواک اولس

ښه موضع او تر ډیری کچی په ښه ډول دی تشریح کړی ولی د ځینو ټکو سره یی د لاندی دلایلو له مخی توافق نه لرم او هغه داچه : لمړی : تاسی باید د خپلی موضع د لا باوری کیدو او معقولیت ښودنی د پاره له عقلی او نقلی دلایلو کار واخلی یعنی په منطقی او دینی علمی استدلال تکیه ولری ، نه دا چه د دومره سپیڅلی موضع د پاره د یو ابلهانه ملحد کومه ریاکارانه جمله ( چه د استعمارګرو په تجویز د خلکو د تیرویستنی د پاره یی وخت ناوخت لیکی ) رااخلۍ او د رسنیزو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x