نړۍ

د سویلي سوډان په تازه جګړو کي تر ۲۰۰ ډیر پوځیان وژل سوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۵ ل): د سویلي سوډان په پلازمېنه جوبا کي د ولسمشر او مرستیال ولسمشر د پلویانو ترمنځ اخ و ډب کي تر ۲۰۰ ډیر پوځیان وژل سوي او جګړه لاهم دوام لري.

په جګړو کي جنګي چورلکي، ټانګونه او توغندي په ازاده توګه کارول کیږي، پلازمېنه جوبا د جنګ ډګر ګرځېدلی او ولسي خلک یوې او بلي خوا ته د تېښي لاري لټوي.

جګړه هغه وخت پیل سوي کله چي د ولسمشر او مرستیال ولسمشر پلوي پوځیانو یو پربل ډزي پیل کړې، د جګړې د پیل لامل تراوسه نه دی څرګند سوی خو جګړه په ډیر قوت سره روانه ده.

د ملګرو ملتونو ویاند په جګړو کي د سویلي سوډان ولسمشر او مرستیال ولسمشر ګرم بللي او د هغوی څخه یې د جګړې د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړي ده، همدارنګه هغوی په جوبا کي د ملګرو ملتونو پر دفتر برید په سختو ټکو غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په سویلي سوډان کي پر جګړې سخته خواشیني څرګنده کړي  او خپلو اتباعو ته یې امر کړی چي د سوډان څخه ووځي، همدارنګه د بریتانیا حکومت هم په سویلي سوډان کي د خپل سفارت څخه غوښتي تر څو د سفارت اضافه کارکوونکي خپل هیواد ته ستانه کړي.

سویلي سوډان په ۲۰۱۱م کال کي د شمالي سوډان څخه استقلال ترلاسه کړ خو د هغه وخت څخه د ولسمشر او مرستیال ولسمشر تر منځ تاوتریخوالی راروان دی، د تېر کال په اګست میاشت کي ددوی ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک سو او په سویلي سوډان کي یې د کورنۍ جګړې د درولو هوډ څرګند کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x