ټولنیزه برخه

په ګډ ژوند کې مهمې خزانې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

 دغه پنځه کیلي ګانې له تاسو سره مرسته کوي، تر څو په رښتیا سره د نېکمرغه ګډ ژوند د مهمو خزانو احساس وکړئ :

۱ ـــ په هغه چا مین شئ، چې پرتاسو مین وي : 

  د واده ارواپوهنه : مخکې تردې چې یوې بشپړې یوې اړخیزې اړیکې ته ورننوځئ، سم فکر وکړئ . دا چې تاسو له یوه نر او یا له یوې ښځې سره د زړه له کومې مینه ولرئ او هغه حتی تاسو ته در ګوري هم نه، دا د هوښیارۍ کار نه دی . له هغه چا سره مینه ولرئ، چې هغه هم له تاسو سره مینه وکړي . په هغه چا باندې زړه تړل، چې له یوه بل شخص سره مینه لري، ژمن نه دی او له تاسو څخه بې پروایي کوي، سم کار نه دی او له دا ډول ژوند څخه نه شو کولای، چې د نېکمرغۍ هیله ولرو . که چېرې په دې ډول فرد باندې مین یاستئ یوازې دوه لارې شتون لري : یا هغه هېر کړئ او یا هم داسې څه وکړئ، چې هغه پر تاسو باندې مین شي . یوازې په دې صورت کې چې تاسو دواړه له یو بل سره مینه وکړئ ـــ هغه هم رښتینې مینه ـــ نېکمرغي مو په برخه کېږي .

۲ ـــ د ځان په څېر شخص پیدا کړئ :

سمه ده، چې وایي متضاد قطبونه یو بل سره جذبوي، مګر غوره ده پوه شئ، هغه کسان چې ورته ارزښتونه او انګېزې لري په ژوند کې بریالي دي . غوره ده، هغه کس چې د ژوند له پاره یې ټاکئ، باید له تاسو سره ورته عقیده ولري، حتی ساده مسایل او لېوالتیاوې، لکه : رنګ، موسیقي تلویزیوني خپرونې  او د دوه کسانو ترمنځ یو شان او ورته خوندونه کولای شي، چې یو بل ته د دوی دواړو د لا نږدې کېدو سبب هم شي . یو شان سیاسي او ټولنیزې عقیدې او باورونه او د ورته ارزښتونو لرل، د واده اړیکې لاپسې پیاوړې کوي .

۳ ـــ د هغه څه په خاطر چې دی، ورسره مینه وکړئ :

لومړنۍ لیدنه کتنه هغه مهال ده، چې دواړه لوري د یو بل د جذبولو هڅه کوي او په غوره بڼه ځان ښیي . مهمه داده، چې ښځه او نر له واقعیتونو څخه ډېر واټن وانخلي. درواغ اړیکې له منځه وړي، کله چې ستاسو مېرمن متوجه شي، چې تاسو ورته درواغ ویلي دي، نور به په تاسو باندې باور ونه کړي . د یوې اړیکې په پیل کې، هغه ډول چې یاستئ، ځان وښایئ او له مقابل لوري څخه هم وغواړئ، چې رښتینی واوسي او د هغه څه په خاطر چې ده، له خپلې مېرمنې سره مینه وکړئ .

۴ ـــ خپل مقابل لوری وپېژنئ :

یوازینی وخت دی، چې ښځې او نر ته اجازه ورکوي، یوبل سره وپېژني او د یو بل له ښېګڼو او بد ګړو څخه خبر شي . په خپل ذهن کې مقابل لوري ته ډېر ځای مه ورکوئ او له کچې ډېره مینه مه ورسره کوئ،ځکه په دې صورت کې ښایي، له یوې مودې وروسته ناهیلي شئ . بل مهم ټکی دا چې په مقابل لوري باندې ډېر فشار مه راوړئ، ترڅو ستاسو له غوښتنو سره سم عمل وکړي .

۵ ـــ له پرتله کولو څخه ډډه وکړئ :

  ژوند له بدلونونو څخه ډک دی او د نېکمرغۍ مانا هم په همدې دلیل بدلون منونکې ده. هېڅکله خپل خاوند له بل شخص سره مه پرتله کوئ، هره جوړه خپل ځانګړي قوانین لري او له نورو سره یې پرتله کول ستره تېروتنه ده . نېکمرغي نه یوه موخه ده او نه هم یوه افسانه، په یوه ژوند کې د خوښۍ او خوشالۍ ټولې شېبې نېکمرغۍ جوړونکې دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x